اسلامي علماو د امریکا د وتلو په اړتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88104-اسلامي_علماو_د_امریکا_د_وتلو_په_اړتیا_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د اسلامي هیوادونو یوشمیر علماو پرون په یمن کښې د یوې (۱) غونډې په جوړولو سره په لویدیځې اسیا کښې د امریکا د لاسوهنو په غندلو سره له سیمې څخه د واشنګټن د وتلو په اړتیا ټينګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • اسلامي علماو د امریکا د وتلو په اړتیا ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د اسلامي هیوادونو یوشمیر علماو پرون په یمن کښې د یوې (۱) غونډې په جوړولو سره په لویدیځې اسیا کښې د امریکا د لاسوهنو په غندلو سره له سیمې څخه د واشنګټن د وتلو په اړتیا ټينګار وکړ .

یمن کښې په  امریکا او صهیونیسټ رژیم  ضد غونډې کښې د عراق د یمن د سوریې د لبنان او د فلسطین علماو  خبرې وکړې .

د  عراق د علماو د ټولنې مشر شیخ خال ملا ، د فلسطین د حماس غورځنګ نامتو غړي محمود الزهار ، د لبنان د مسلمانانو د علماو د ټولنې د سیاسي اړیکو مسول حسین غبریس ، د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر ماهر حمود او د سوریې ستر مفتي بدرالدین حسون د ویډیو کانفرنس له لارې په دغه غونډې کښې ویناګانې وکړې .

په دغه غونډې کښې ویناوالو د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان هدفونه د اسرائیلو د موجودیت تضمنیول ، په سیمه کښې د اختلاف رامینځته کول  او د سیمې د شتمنیو چورتالان کول او له صهیونیسټ رژيم سره د عربو هیوادونو د اړیکو عادي کول وبلل .

د سوریې ستر مفتي شیخ بدرالدین حسون په ځینو عربو هیوادونو باندې نیوکې سره وویل دا څرنګه خبره ده چې ځینې عرب هیوادونه له خپل هوايي حریم څخه نیواکي فلسطین ته  تلونکو الوتکو ته د تیریدا اجازه ورکوي خو له ژوبلو کسانو سره د مرستې لپاره د یمن له صنعا هوايي ډګر څخه د الوتکو د الوت اجازه نه ورکوي .