د هندوستان ښاریز په زرګونو موبایل ټیلي فونونه لري
Feb 23, 2020 06:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د ممبئ ښار د یوه ښاریز ښاغلي جیش کلی یوه (۱) ویډیو خپره شوي ده چې پکښې ورسره دوه زره او درې سوه یواویا (۲۳۷۱) ټیلي فونونه لري .
جیش کلی وویل زه غواړم چې نوم مو په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ(Guinness World Records) کتاب کښې ولیکل شي .
د هندوستان ښاریز جیش په تیرو پینځو (۵) کلونو کښې د موبایل ټيلي فونونو د راغونډولو کار پیل کړی او زیات موبایل پکښې د فینلینډ د نوکیا(Nokia) شرکت دي .
په دغه انځور کښې لیدل کیږي چې د جیش کلی د کور په ګوټ ګوټ کښې موبایل ټیلي فونونه پراته دي .
د هندوستان ښاریز جیش کلی وايي دغه موبایل ټيلي فونونه نه دي بلکې زما بچیان دي او زیاتوي له ما سره د ټولې دنیا موبایل ټيلي فونونه شته .