د امام محمد باقر علیه السلام نیکمرغه میلاد مو مبارک شه
د رجب یا بزرګې د میاشتې اوله نیټه د نړۍ د مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.
امام محمد باقر علیه السلام د ۵۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې په وړومبۍ نیټه په مدینې منورې کښې نړۍ ته راغی.
د شیعه مسلمانانو پنځم امام چې په زین العابدین مشهور د امام سجاد علیه السلام زوی دی، یوه ډیره په زړه پوره څیره درلوده او ډیر بخښونکی انسان و او هر کس یې د سترتوب او لوړ شخصیت صفتونه کوي.
د امامت او ولایت د اسمان د دغه پنځم ځلانده ستوري د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د ایران اسلامي جمهوریت په خوشالیو او جشنونو کښې ډوب دی. د عصمت او طهارت د اهل بیتو علیهم السلام مداحانو په دې مناسبت بیګا مولودي خوانۍ وکړې او دغه معصوم امام یې وستایه او رسول ا... مبارک د کورنۍ مینه والو شیرینۍ او مټایانې وویشلې.
مونږ هم د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب ټولو مسلمانانو او د نړۍ پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو مینه والو ته په دې مناسبت مبارکي وایو.