کورونا وایروس د بریتانیا ګڼ شمیر خلک وژلي
فارس خبري اژانس وايي د انګلستان د سلامتیا ملي خدماتو ادارې بیګا وویل په دغه هیواد کښې یوازې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر نهویشت (۲۹) فیصده زیات شوی دی .
د انګلستان د سلامتیا ملي ادارې وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په هیواد کښې په کورونا وایروس د درې سوه اوه شپیتو (۳۶۷) ککړو کسانو په وژل کیدا سره په بریتانیا کښې د دغه وایروس د وژل شویو کسانو شمیر اولس سوه نهه اتیا (۱۷۸۹)تنو ته رسیدلی دی .
ډیلي میلي ورځپاڼې هم پرون په یوه (۱)راپور کښې وویل په انګلستان کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر له هغه شمیر څخه زیات دی چې د هیواد د روغتیا وزارت چارواکي یې اعلانوي .
د انګلستان رسنۍ او عمومي افکار په لومړي وزیر بوریس جانسن چې خپله هم په کورونا وایروس ککړ شوی دی تورن لګوي چې له دغه وایروس سره د مقابلې لپاره یې سم او شفاف عمل نه دی کړی او خپل سیاستونه یې د کورونا وایروس له خطر سره متناسب نه دي تنظیم کړي .
په ټوله دنیا کښې د کورونا ناروغۍ له کبله څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کسان وژل شوي او په دغه وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس اته لکه څلرویشت زرو (۸۲۴۰۰۰۰)ته ورزیات شوی چې یویک څلور اویا زره(۱۷۴۰۰۰) پکښې روغ رمټ شوي هم دي .