ورځپاڼو ته کتنه ۱۰/۲/۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89681-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۰_۲_۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۰/۲/۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو

وړومبې هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه را اخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: ايران د بنديزونو او کورونائي حالاتو باوجود په خپلو پښو اودرېدلے دے.

د ورځپاڼې له مخې ولسمشر حسن روحاني وويل: له نفسياتي ماهرينو ،ټولن پيژاندو او د ټولنيزې حوزې له يوشمير فعالانو سره په   ناستخ کښې پخپلې وېنا کې د دې خبرې په کولو سره چې  نن سبا درسته نړۍ  له کورونائي بحران سره لاس او ګريوان شوي ، زیاته کړه ، د کورونائي بحران په حالاتو کې  دایران په شان هیواد  هم شته چې  له سختو او ظالمانه بندیزونو سره مخامخ دے  او پخپلو پښواودریدلې  دے او هیڅ ملګرے هم نه لري  چې ورسره مرسته وکړي  او ملګرے او تکیه يې یوازې د خداے ذات او  خپل ملت  دے .

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په ایران کښې له نشه یي توکو سره د مبارزې د کمېټۍ عمومي سېکتر سکندر مومني وويل: د بندیزونو سره سره ایران په نړۍ کښې تر ټولو زیات نشه یي توکي کشف کړې وویل: په تېر یو کال کې ۹۵۰ ټنه بېلابېل نشه یي توکي په ایران کښې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف شول.

مومني زیاته کړه: له دغو نشه یي توکو څخه ۷۴ فيصده د استخباراتي معلوماتو په اساس او ۷۶ فيصده یې بیا د ایران په ختیځو ولایتونو کې کشف شوی دي.

------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې هم د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې د خارجه وزيرانو ټيلفوني خبرې اترې راخېستې دي او ليکي:

داسلامی ایران  او روسیې خارجه وزیرانو پرون د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب د امریکې  د  نوي توهم څخه  د ډکې دسیسې او پلان په باب  مشورې کړي او دائې یو غیر عملي  او رد شوے کار بللی دے .  جواد ظریف او لاؤروف  همداراز  په افغانستان کې د سیاسی بدلونونو او په دغه هیواد کې  د سیاسی تفاهم او پخلاینې لپاره  هم  د هلوځلو په باب  د نظر تبادله او مشورې کړي دي.او محمد جواد ظريف له قوله يې وليکل: امریکه دنړیوالې ایټمی موافقې د اجراپه وړاندې خنډونه جوړوي.

--------

کېهان ورځپاڼې بیا وليکل، د کورونا په سر د امريکې او چين  اختلاف خپل اوج ته اورسېدل او واشنګټن له بيجنګه د تاوان غوښتلو مطالبه وکړه.دا په داسې  حال کښې دي چين څو څو ځل امريکه په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرولوتورنه کړې ده.

ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت وسله والو ځواکونو د لوې درستيزوالۍ په حوالې سره وليکل: په فارس خلیج، هرمزتنګۍ او عمان سمندر کې د امریکې د تیریګرفوځ شتون د سیمې د امنیت  یو مخه نیونکی اقدام دے او  هر یو غیر قانوني  او لمسونکی  اقدام به  د اسلامی ایران  له پریکنده چلند سره مخامخ شي .

---------

د تهران چاپ شرق ورځپاڼې په خپل يو خبر کښې وليکل: د سورئې دحلب صوبې په عفرین ښار کښې په یوه ټینکر کښې دکیښودل شوي بم چاودنې له امله  شل  کسان وژل شوي او تقريباً څلویښت نور ژوبل شوي دي .

په دغې چاودنې کشې په سیمه کښې ولاړو ډيرو زیاتو ګاډو ته هم  تاوانونه اوښتي  او  همداراز ډيرې ودانۍ هم نړیدلی دي .

--------

او اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼې راخلو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه ده دغه ورځپاڼه د دغه هېواد د خارجه وزارت په حوالې سره ليکې که هند د پاکستان په خلاف څه غلطي وکړه نو سخت ځواب به ورکړې شي.

د پاکستان د خارجه وزارت لخوا په خبر پاڼه کښې راغلي دي د پاکستان په خلاف د هند لخوا تورونه لګول په اصل کښې د هندترکنټرول لاندې کشمير کښې د هندي ځواکونو لخوا د ترهه ګرۍ او انساني حقوقو په خلاف ورزيو پرده اچول دي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان حکومت فېصله کړې چې له ایران څخه به خوراکي توکي او تېل واردوي. د خبر له مخې د پاکستان حکومت ويلي دي چې په هفته کښې به درې ورځې سرحد خلاصوي او په دغو دريو ورځو کښې به له ایران څخه هره ورځ شل ټرېلره خوراکي توکي او څلور سوه پېک اپ تېل واردوي.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا په طبي چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم  خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا له قوله وليکل،له کورونا سره په مقابله کښې وفات شوي ډاکټران او د طبي املې کسان به شهيدان ګڼل کيږي. د وفات شوي کس کورونۍ ته به سل په سلو کښې پېنشن ورکړې کيږي که سرکاري کور لري هغه به هم ترې نه شي اخېستل کېدې او له دېرشو لکو نه تر يو کروړ روپوپورې امدادي پېکج به هم ورکړې کيږي.

--------

د پاکستان د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د امريکې کمېشن هند د اقليتونو لپاره يو خطرناک هېواد وبلۀ.

کمېشن وويل په هند کښې  په اقليتونو او د هغوي په مذهبي او عبادتي ځايونو حملې زياتې شوې دي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل د پاکستان حکومت فېصله وکړه چې د پېټرولو او موبائلونو بيې نورې هم ټيټوي.

--------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼوڅخه وېسا ورځپاڼه راخلو ، دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې «د مرګ ژوبلې دوام؛ پړه یې د چا پر غاړه ده؟» تر عنوان لاندې سرمقاله کښې ليکي: له بده مرغه د سولې د پروسې له دوام سره تر اوسه په افغانستان کې د جګړې او مرګر ژوبلې بازار تود دی. تر اوسه پورې چې د مرګونو او وژنو په باب کومې شمېرې خپرېږي دومره غمجنونکې دي چې با ضمیره انسان یې اورېدای نشي.

د یوناما وروستی راپور یې یو ساری دی چې یوازې په درې وروستیو میاشتو کې ۱۲۹۳ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې یوه برخه یې ماشومان دي.

سرمقاله زياتوي په دې راپور کې په لږ توپیر د حکومت او طالبانو ونډه د افغانانو په مرګ ژوبله کې په یوه کچه ده، سره له دې چې طالبان د دې مرګ ژوبلې څخه بري نشي ګڼل کېدای. د هر ملکي او بې اسرې افغان د وینو پور به د دوی پر اوږو وي، خو حکومت چې د یوناما د راپور په غبرګون کې کومې ببولالې غږوي هغه د ولس پر شعور ملنډې دي. په ریښتینې معنا د حکومت یوه دنده د ولس د سر، مال او ابرو ساتنه ده، که کوم حکومت دغه توان نه لري چې د ولس د سر او مال او ناموس ساتنه وکړي اصلاً د واک او حکومت مشروعیت له لاسه ورکوي.

ورځپاڼه بيا په يو خبر کښې ليکي : د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداري وويل۴۶ بندیان په کورونا وېروس اخته شوي.

 

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني منلې چې د هېواد په زندانونو کې ۴۶ تنه پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

افغان ولسمشر غني په زندانونو کې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د دوو جلا فرمانونو په لاسلیکولو سره د څه باندې ۲۲زره بندیانو د خوشې کولو امر کړی، خو نیوکې دا دي چې تر اوسه له ډلې ډېر کم کسان خوشې شوي دي.

د څرخي پله بندیان وايي چې په دغه زندان کې یې په ډېری کسانو کې د کرونا وېروس نښې لېدلي دي او ګومان کېږي چې ډېر کسان به پرې اخته شوي وي، دوی د ولسمشر غني د فرمانونو د ژر تطبیق غوښتنه کوي.

د ورځپاڼې د يوبل خبر له مخې سیاسي ګوندونه او جریانونه وائي که غني او عبدالله توافق ته و نه رسېږي، نړیوال به په دریم انتخاب غور وکړي.

په خبر کښې زياتوي: که غني او عبدالله سیاسي بحران ته حل لار پیدا نه کړي او د مصالحې عالي شورا جوړه نه کړي، نړیواله ټولنه به د درېیم انتخاب په توګه د سولې ګروپ جوړ او د افغانستان مسئلې ته به حل پیدا کړي

سرچینې وايي چې ډاکتر عبدالله د کومې طرحې له شریکو مخکې له ارګ سره تماسونه ټینګ کړي او خبرې یې پیل کړې دي، خو د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې ډېر ژر به له مقابل اړخ سره مذاکرات پیل کړي.

ورځپاڼه همدارنګ په يو بل خبر کښې ليکي: د هلمند ځايي چارواکي وائي د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي نیول شوے دے.

ځايي چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تېره ورځ د سنګین په ولسوالۍ کې کړي دي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان رسنیو ته وویل چې له یاد کس سره ډير مهم او اساسي اسناد هم نیول شوي.

والي ویلي چې ملا عبدالاحد په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو د والي د مرستیال تر څنګ د سرې قطعې په نوم د وسله‌والو طالبانو د جنګي ډلې مشري هم کوله چې په هلمند او د جنوب په نورو ولایتونو کې په خونړیو بریدونو کې ښکېل بلل کېږي. طالبانو تر دې دمه د هلمند لپاره د خپل مرستیال والي د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

وېسا ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د بشري حقونو کمېسیون وويل: د جګړې ښکېلو لوري د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام نه‌کوي.

د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې،په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۰ ټپیان شوي دي.

که څه هم یوناما، د بشري حقونو کمېسیون او ګڼو نورو داخلي او نړیوالو سازمانو په افغان جګړه کې له ښکېلو لوریو بار بار غوښتي چې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي، خو ظاهراٌ دې غوښتنو ته هېڅ پام نه دی شوی او هره ورځ ملکي خلک وژل کېږي.

---------------