ایران د افریقايي ولسونو لپاره د باور وړ شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90326-ایران_د_افریقايي_ولسونو_لپاره_د_باور_وړ_شریک_دی
د ایران خارجه وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د ټولو افریقايي ولسونو لپاره یو د اعتماد وړ شریک وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 03:10 Asia/Kabul
  • ایران د افریقايي ولسونو لپاره د باور وړ شریک دی

د ایران خارجه وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د ټولو افریقايي ولسونو لپاره یو د اعتماد وړ شریک وباله.

محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر کښې د افریقې د ورځۍ په مبارکۍ سره ویلي دي چې دغه ورځ د نړۍ خلکو ته د ظلم خلاف د افریقایانو د باتورانه هلوځلو رایادونکې ده.

ظریف په دې خبرې سره چې ایران تل د ټولو وروڼو افریقايي ولسونو لپاره د باور وړ شریک پاتې شوی او بیا به هم وي، یادونه وکړه: د کرونا د راګډیدو په دې پړاؤ کښې ایران د انسانانو د ژوند د ژغورنې لپاره د خپلو تجربو او مهارتونو شریکولو ته تیار دی.

یاده دې وي چې د مۍ ۲۵ نیټه د افریقې ورځ نوموله شوې ده.