ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91991-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 11:22 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د امام د فرمان د اجرايي کمیټې د مشر محمد مخبر له خولې په غټو ټکیو لیکلي دي: د کرونا واکسن د جوړولو کار له شپږو لارو تعقیبیږي.

په عین حال کښې د ایران د روغتیا وزیر ډاکټر نمکي ویلي: له دوو میاشتو په لږه موده کښې د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه په تولیدونکي او صادرونکي هیواد بدل شُو او د کرونا د درملنې لپاره حتی یو ناروغه کس هم له روغتونه بهر پاتې نه شو.

هغه زیاته کړه: د دنیا د واکسینو له سترو تولیدونکو سره په خبرواترو لګیا یو.

له بلې خوا د ایران د روغتیا وزارت ویاندې ډاکټر سیما سادات لاري پرون ویلي: په تیر شواروز کې  په ایران کې دوه زره شپږ سوه پنځه اتیا تنه نور په کوویډ ناروغۍ  اخته شوي دي  چې  له دوي  کابو یو زر څلور سوه درویشت تنه په روغتونونو کې بستري شوي او نور هم له معمولي درملنې وروسته رخصت شوي دي .

 میرمن لارې ددې خبرې په کولو سره چې  تر دې دمه په ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر درې لکه نهه زره څلور سوه اوه دیرش تنو ته زیات شوی ،  وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په کرونا ککړو  دوه سوه اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او په ټول کې په درست هیواد کې ددغې ناروغۍ دقربانیانو شمیر هم اولس زره  یو سل نوي تنه اعلان شوی دی .

 د  هغې په وینا ،  تر دې دمه په ایران کې  په درملنې پسې  دوه لکه  اته شپیته او یو سل دوه تنه هم ښه شوي او له روغتونو نو هم رخصت شوي دي .

*/*/*/*/*

کیهان:

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د تُندر ترهګرې ډلګۍ د مشر د نیول کیدو په هکله یو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې ایران دا سلامی جمهوریت  د اطلاعاتو وزارت بیګا د یوې  خبرتیا په خپرولو سره  وئیلي دي ،د تُندر ترهه ګرې ډلګۍ  مشر جمشید شارمهد، چې  له امریکاڅخه ئې  په ایران کې د ورانکارۍ او وسلوال عملیات هدایتول ، د ایران د امنیتی ځواک په لاس په ډيرو پیچلو عملیاتو کې  ونیول شو .

خبر کښې لولو چې تندر ترهه ګره ډ لګۍ  په ۲۰۰۴کال کې د فتح ا.. منوچهري په نامې د  یوه کس په لاس چې  په  فرود فولادوند مشهور دی جوړه شوې ده . دغه کس  ددغې ډلګۍ د جوړولو هدف په یوه کال کې د  اسلامی جمهوری نظام  د نسکورول اعلان کړي  وو .یووّر ټي وي (your tv) ټيلیویژني چینل چې له فرود فولادوند سره اړونده دی ،ددغې ډلګۍ  ددریځونو او پروپیګنډو د خپرولو مسئول دی . دغه ډلګۍ  په ۲۰۰۸کال  کې د ایران د جنوب فارس ولایت  په مرکز شیراز کې په سید الشهدا امامباړې  کې بم چاودنه پلان او اجرا کړې ده .  په دغه ترهه ګر اقدام کې  څوارلس حسیني عزادار  شهیدان او  او کابو دوه سوه پنځلس نور ټپیان شوي وو .

*/*/*/*/*

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې خبرپاڼې ته د وړومبي خبر ځاې ورکړی او په غټ سرټکي کښې یې لیکلي دي: د داعش قصاب هلاک شو.

د خبر په تفصیل کښې لولو: د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې ادارې ځانګړو ځواکونو  دشنبی ورځې په ماښام دجلال اباد ښار اړوند دشپږمې ناحیې د مولوي خالص فاملیو سیمه کښې د داعش ډلې داستخباراتو عمومي مشر اسدا... اورکزی وواژه.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي تن په ګڼ شمیر ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

بل پلو دننګرهار د والي ویاند عطاا... خوږیاڼی وایې د ملي امنیت ځواکونو په دغو عملیاتو کښې د داعش ډلې داستخباراتو عمومی مشر ضیاالرحمن مشهور په اسدا... اورکزي وژلی دی.

*/*/*/*/*/*/

جام جم ورځپاڼې بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني پرونۍ څرګندونې خپرې کړې دي او په وړومبي مخ یې لیکلي دي: ایران په تیرو دوو کلونو کې د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې ستربریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .

خبر زیاتوي ډاکټر  حسن روحاني پرون د حکومت د اقتصادي غږملونکي کمیټې په ناستې کې  روښانه کړې ده  د هیواد  اقتصادي واقعیّتونه ددې ښودنه کوي، چې د هیواد په درستو ارکانو کې د غږملتیا او اقتصادي ظرفیّتونو او توانمنیو څخه  په استفادې او په مدیریّت کې په انسجام  او د غږمله پروګرامونو په  اجرا سره ،  په اقتصادي جنګ کې  دبهرنیو دښمنانو دزیاتره دباؤ له امله  په بې مخینې تنګڅو کې  هم بریالی کیدلی شو.

 د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې  د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي،د اقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .

 ډاکټر روحاني  وئیلي دي ،دښمنانو تمه درلوده ، د دوي دغیر انساني بندیزونو د اعمالولو له امله  د محدودیّتونو او د کرونا ویروس له خوریدا وروسته،د هیواد اقتصاد له ډيرو ټيټو هسکواو نه کنټرولیدونکي وضعیّت سره  مخامخ  او د ځوړتیا په لور لاړشي ، خو په دغې دسیسې کې هم ناکام شوي او  بیا به بې شرمه او نهیلي شي .

*/*/*/*/*/

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

هشت صبح

هشت صبح په دې ټکو خپله سرمقاله پیل کړې ده، عدالت باید د سیاسي هوکړې قرباني نه‌شي.

ورځپاڼې پر افغان حکومت یو شمېر فشارونو ته اشاره کړې چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره راوړل شوي دي.

خو هشت صبح د پاتې طالب بندیانو خوشې کول غیر قانوني بللي او لیکلي په دې سره به عدالت د سیاسي هوکړو قرباني شي.

سرمقاله کې ټینګار شوی چې افغانان هېڅکله د هغو مجرمینو د خوشې کېدو اجازه نه‌ورکوي کوم چې په بشري جنایت کې لاس لري.

هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې ده، د خطرناکو زندانيانو د خوشې کولو واک له چا سره دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د دغو ۴۰۰ خطرناکو زندانيانو خوشې کول د ولسمشر او بيا د ټول حکومت واک او اختيار نه‌دی، ځکه په دوی کې داسې کسان هم شته چې وژونکي ترهګريز بريدونه‌يې کړي دي او ملکي وګړو ته‌يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت د دې لپاره ښه لاره غوره کړې چې هغه د مشورتي لويې جرګې رابلل دي چې په دې اړه تصميم ونيسي.

سرمقاله کې راغلي، دا مشورتي لويه جرګه به ډېره ژر جوړه شي او په وینا یې چې پرون په دې برخه کې د امريکا سفارت له چارواکو سره هم خبرې شوې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ښه اقدام دی، ځکه ملت بايد په دې اړه تصميم ونيسي! په ورته مهال کې دا هڅې هم کېږي چې د اختر اوربند وغځول شي چې د سولې پر پروسې د خلکو باور زيات او بين‌الافغاني خبرو ته لار لنډه شي!

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د اوربند د غځېدو په اړه لیکل کړي دي.

وړاندې د یو شمېر سرچینو له قوله راغلي چې په دې تړاو له بېلابېلو لورو سره بحثونه شوي، خو تر اوسه موافقه نه‌ده شوې.

ورځپاڼې د اختر په ورځو کې یو شمېر پېښو ته اشاره کوي چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، خو د دغو پېښو پړه طالبانو او نورو ډلو نه‌‌ده منلې.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانانو غوښتنه دا ده چې اوربند باید وغځول شي او د جګړې شدت راکم شي.

*/*/*/*/*/*/*/*