د یمن په زرګونو ماشومان له مړینې سره مخ دي
اناتولي خبري اژانس وايي په یمن کښې د ملګروملتونو موسسې د انساني چارو غږملونکي لیز ګرانډي د مالي سرچینو په سمدستي ډول د نه تامینیدا د پایلو په هکله چې ممکنه ده د زرګونو ماشومانو د مړینې سبب شي خبرداری ورکړ .
هغه په دې خبرې سره چې په یمن کښې د اوبو او د سخا اوبو پنځوس (۵۰)فیصده خدمات غوڅ شوي دي وویل د یوسل نهه اتیا (۱۸۹) روغتونونو او د دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) درملیزو کلینکونو لپاره د ضرورت وړ طبي تجهیزات او د درملو د رسونې خدمات چې د یمن د درملنې نیمايي امکانات تشکیلوي هم ممکنه ده چې بند شي .
په یمن کښې د ملګروملتونو د انساني چارو غږملونکي لیز ګرانډي په دغه هیواد کښې د مالي سرچینو د کمښت پایلې له غمیزې ډکې وبللې او ټینګار یې وکړ ممکنه ده چې زرګونو ماشومان د ناوړه خواړو او د ناروغیو له کبله مړه شي .
د سعودي عربستان پوځي تیرو ، بمباریو او حملو د یمن بې وزله هیواد د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .