په هرډول شرائطوکې عزاداري،دحسیني غورځنګ پیغام ژوندی ساتي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم دحسیني پاڅون د حماسې په شپو ورځو کې د زړه له کومې تسلیّت وائي
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر دخبرتیا په اساس په امام خمیني امامباړې کې د محرم د میاشتې د اتم شپې دستورې د کروناویروس دخوریدا له امله په داسې انداز کې ترسره شوي چې داسلامی انقلاب معظم لارښود پکې د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره له عمومي ګډون پرته حضور درلودلی او د امام حسین علیه السلام په تیره بیا دشهزاده علی اکبر علیه السلام په غم کې ئې اوښکې توي کړي او وینا وال حجةالاسلام رفیعي د حضرت سید الشهدا امام حسین علیه السلام غورځنګ په بدلون ، تفکر ، د بدلون لپاره په هڅې او هوډ ،په سمې لارې او د الهي لارښونې په غوره کولو باؤر بللی او وئيلي ئې دي ،د هغو کسانو لیسټ چې د کربلاله غمیزې تر دې دمه ددغه الهي غورځنګ دبدلون رامینځةکونکو پیغامونو رسونکي دي ، ډير اوږد لیسټ دی او د امام حسین علیه السلام په ویر او ماتم د دستورو حتی په ډيرو سختو شرائطو کط په ترسره کولو دټينګار یو علت ،د حسینی غورځنګ د بدلون رامینځةکونکو پيغامونو ژ،ندي ساتل دي . په دغو دستورو کې چې یوازې د حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي په شتون سره ترسره شوي ،مهدي سماواتي هم دعای توسّل او ذکر مصیبت کړی او د درست اسلامي امت د سلامتیا او وحدت اویووالي لپاره ئې دعا وکړه .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم دحسیني پاڅون د حماسې په شپو ورځو کې د زړه له کومې تسلیّت وائي .