ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92933-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه ګورو چې د پوهنتونونو د نوي تعلیمي کال د پیلیدو په دستورو کښې یې د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته پاملرنه کړې ده او د دوي له قوله یې په غټو ټکیو لیکلې دي: پوهنتون په حکومت او واکمنانو باندې د تنقید او کره کتنې لپاره ډیره غوره فضا ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپله وینا کښې زیاته کړه چې د هیواد کابو ۹۵ فیصده درملیزې اړتیاوې په هیواد کښې دننه برابریږي. نن زمونږ طبي او درملیز سټاف پر خپلو پښو ولاړ دی او مونږ په روغتونونو کښې د ناروغانو په تیره بیا د کورونايي ناروغانو د داخلولو په لړ کښې هیڅ ستونزه یا د کټونو کمې نه لرو.

ولسمشر زیاته کړه: پوهنتون د نوښتونو مرکز او هغه ځآې دی چې زمونږ راتلونکي مدیران روزي. له نړۍ سره له تعامل پرته ژوند ډیر سخت او کله کله بیخي ناممکن دی نو په دې وجه مونږ باید دا څه چې تولیدوو باید وکړې شو چې صادر یې کړو او کوم شیان چې په هیواد کښې نه لرو پکار دي چې وارد یې کړو.

حسن روحاني وویل چې هیواد په دې وروستیو میاشتو کښې اقتصادي وده کړې ده او د علمي پرمختګ په برخه کښې هم په تیرو اوو کلونو کښې د نړۍ له ۱۲۰ څخه ۶۵ نمبر ته رسیدلې یو.

*/*/*/*/*

اوس له تهرانه چپیدونکې جام جم ورځپاڼه راخلو چې د نورو خبرونو ترڅنګ یې په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د روانو مذاکراتو په هکله د ایران د خارجه وزارت دریځ ته پاملرنه کړې او لیکلې یې دي: خبرې اترې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره ده.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مشرسید رسول موسوی په یوه ټویټ کې په دوحه کی بین الافغانی خبرواترو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه  بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی او افغان کډوال د نړۍ په هر ځای کی چی وی خپل ټاټوبی ته په سرلوړۍ سره ستنه شي .

د طالبانو ، سیاسی ډلو او حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې له پرونه د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شوی دي .

له دې مخکښې د ایران خارجه وزارت په یوې رسمي بیانیه کې په دوحه کی د طالبانو ، افغان دولت او سیاسی ډلو ترمینځ د خبرو اترو له پیلیدا په هرکلی سره وویلي وو چې په افغانستان کې ټولې مسلې او مشکلات د خبرو اترو له لارې د اواریدو دي  او د بهرنیو عسکرو مسولانه  وتل په دغه هیواد کې د امنیت او سولې ته د رسیدا لپاره نه انکاریدونکی  وار مخکې اړتیا ده.

*/*/*/*/*

خو ایران ورځپاڼې بیا د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د مشر څرګندونو ته انعکاس ورکړی دی چې په سیمه او نړۍ کښې د ناامنۍ ستره وجه یې امریکا او صهیونیسټي رژیم بللي دي.

په خبر کښې راغلي دي:

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف امریکا او صهیونیسټ رژیم په فارس خلیج سیمه کښې د ناامنۍ سبب وبلل.

هغه د حکومتي چارواکو د غونډې په پاې کښې خبریالانو ته وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په زوره د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم د اړیکو عادي کول تعقیبوي .

قالیباف وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د شیطنت هڅه کوي او غواړي سیمه ناامنه کړي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د حکومتي چارواکو د ګډې غونډې په پاې کښې وویل په دغه ناسته کښې د هغو مشکلاتو چې نن سبا یې په فارس خلیج سیمه کښې لرو او د هغو دسیسو په  هکله چې امریکا او صهیونیسټ رژیم د دغه سیمې لپاره پلان کړي دی خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه .

*/*/*/*/*

کابل چاپ

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې خبرو اترو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د دواړو اړخونو د پلاوو ترمنځ د تماس ګډ کمېسیون جوړېدو ته په اشارې لیکلي چې لا هم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی.

لیکوال لیکلي چې په دغه اجنډا کې د حکومت لپاره مهمه دا ده چې طالبان اوربند ومني، خو په وینا یې، طالبان بیا هڅه کوي چې د نظام څرنګوالی او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول د خبرو په اجنډا کې شامل کړي.

د سرمقاله لیکونکي به باور، د نظام ډول، جمهوریت، امارت، اوربند، بندیان، موقت حکومت، د امنیتي ځواکونو برخلیک، د طالب جنګیالیو برخلیک هغه موارد دي چې په اړه‌یې متفاوت دریځونه شته، دا موارد به د خبرو د اجنډا برخه شي او بحث به پرې وشي.

ورځپاڼې ټينګار کړی، د ولس هیله دا ده چې دواړه اړخونه پر اجنډا باید ژر توافق وکړي او په وینا یې مرکچي پلاوي باید د بهرني فشار پر ځای د ولس غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او ټولې ستونزې په خپله حل کړي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې ټينګار کړی چې بين‌الافغاني مذاکراتو کې باید موږ خپله افغاني طرحه ولرو. وړاندې راغلي د تماس ګروپ چې د دواړو پلاوو یو شمېر غړي په‌کې شامل دي باید د اصلي مذاکراتو لپاره اجنډا او د پر مخ بیولو اصول جوړ کړي.

ورځپاڼې لیکلي، د راتلونکي حکومت او نظام لپاره بهرنیانو وار دمخه مختلفې نسخې تیارې کړي چې ګواکې افغانان تفاهم او ګډ ژوند ته رسولای شي. سرمقاله کې دغه‌شان ټينګار شوی چې افغانان بايد له دې فرصت نه ګټه واخلي او د هوښیار او متحد ملت په توګه ځان له جګړې خلاص کړي.

هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله هم په قطر كې د سولې د مذاكراتو څرنګوالي ته ځانګړې شوې.

ورځپاڼې مرکچي پلاوو ته سپارښتنه کړې چې دواړه ډلې مسؤلې او مكلفې دي چې د سولې لپاره د مذاكراتو په بهير كې مستقلانه او عادلانه دريځ غوره كړي، ځكه په وینا یې تاريخي او قسم خوړلي دښمنان تيار په كمين كې ناست دي او په بېلابېلو پلمو هڅه كوي چې د افغانانو لپاره دا په لاس راغلى فرصت له ناكامۍ سره مخ كړي.

لیکوال لیکلي، په افغانستان كې روانه جګړه له بېلابېلو بهرنيو لورو پر مخ وړل كېږي او هر يو لورى په اسانۍ سره له دې جګړې لاس نه‌اخلي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان ولس د دوى مسؤلانه پرېكړو ته سخت لېوال دى او تر ټولو لومړى اوربند غواړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/