د امریکا سناتورانو د ولسمشر څرګندونې وغندلې
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند ځینو سناتورانو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ماتي د خوړلو په بڼه کښې په سوله ییز ډول د واک د نه سپارلو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې وغندلې .
د امریکا د یوټا ایالت سناتور میټي رومني ، د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو ، د اوهایو سناتور راب پورټمین ، د وایومینګ ایالت سناتور لیز چیني او د نیویارک ایالت سناتور جان کاټکو پرون په جلا جلا خبر پاڼو کښې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره د قدرت په سوله ییز ډول د انتقالولو لپاره د هغه ډډه کول د نه منلو وړ کار وباله .
د امریکا په مشرانې جرګې سنا کښې د ریپبلیکن ګوند اکثریت مشر میچ میک کانیل هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) خبر کښې د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د نوامبر د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی کس د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه د لوړې مراسم ترسره کوي .