روسیه له ایران سره دفاعی ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93627-روسیه_له_ایران_سره_دفاعی_ملګرتیاؤ_ته_دوام_ورکوي
د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي او قدرتمنه کړئ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2020 02:40 Asia/Kabul
  • روسیه له ایران سره دفاعی ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي

د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي او قدرتمنه کړئ شي.

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د ایران په ضد دوسلو د محدودیّتونو لغوه کیدا ته په اشارې سره یو ځل  د ماسکو او تهران دملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، د ایران او روسیې، دفاعي ،تخنیکي  او پوځي ملګرتیاوې به نوره هم پراخې شي .

 د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف هم  په دې اړه وئيلي دي ،رسیه د  امریکا له بندیزونو هیڅ ویره نه لري او   له ایران سره  خپلو پوځي اوتخنیکي  ملګرتیاؤ اوغږملتیاؤ ته په قدرت سره  دوام ورکوي .

 همداراز  د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو  دملګروملتو په امنیت شورا کې  د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی  او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي  او قدرتمنه کړئ شي.

داپه داسې حال کې دي چې دامریکا  خارجه وزیر مایک پمپئو  یو ځل بیا  د ا یران په ضد د وسلو د محدودیّتونو  دختمیدا په غبرګون کې پخپلو کرغیړنو څرګندونو کې وئيلي دي ، واشنګټن  د هر هغه کس او اورګانونو په ضد  د بندیز  د اعمالولو لپاره  له خپلو اختیاراتو استفاده کوي ، چې   له ایران سره  د وسلو دپير پلور په باب کوم اقدام وکړي . هغه یو ځل بیا په کم عقلو خبرو  په استناد سره  مدعي شوی ،   ایران ته د دودو وسلو  صادرات ، یا له دغه هیواده د وسلو اخستل ، د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف ورزي شمیرل کیږي .