د ایران پرضد د امریکا اقدامات غیر قانوني دي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا نامتو تاریخ لیکونکي او فیلسوف نوام چامسکي وویل د ایران پرضد د واشنګټن اقدامات په امریکا کښې د سرزورو تفکراتو بیانونکي دي .
هغه پرون وویل د امریکا لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور یو(۱) ډیر خطرناک او شوکه کونکی اقدام و ځکه چې دا ډول کار په دوهم (۲) نړیوال جنګ او دغه راز په ساړه جنګ کښې هم نه دی ترسره شوی .
نوام چامسکي وویل له اټومي تړون د وتلو په شمول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدامات په اوڅاره توګه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده ځکه چې دغه موافقه د ملګروملتونو امنیت شورا تائید کړي ده .
امریکا له سعودي عربستان او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او مالي او پوځي تامینونکي ده .