د امام حسن عسکري(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ
دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د دغه معصوم امام د شهادت په مناسبت تسلیت وائي .
نن د ۱۴۴۲ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې اتمه نیټه د امامت او ولایت د یوولسم ځلانده ستوري امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
د رسول ا... مبارک له پاکو لمسیانو امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۶۰ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه د عراق د شمال په سامرا ښار کښې شهید کړې شو.
د هغه پلار، حضرت امام هادي علیه السلام و او مور یې یوه پوهه، بافضیلته او خیرخواه میرمنه وه. امام حسن عسکري علیه السلام د خپل پلار له شهادت وروسته د مسلمانانو دیني مشري په غاړه واخیستله.
دغه بزرګواره امام د خپل علم او پوهې په مکتب کښې ډیر غوره پوهان وروزل چې هر یو یې د اسلمي علومو په مختلفو برخو کښې د کتابونو په لیکلو سره د اسلامي معارفو د لوړاوي لپاره اغیزناک ګامونه پورته کړل.
د امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۹ کلن عمر دوران په دريو پړاؤنو ویشلې شو.لومړنی پړاؤ یې دیارلس کاله دی چې په مدینه منوره کښې یې تیر کړ. دویم پړاؤ یې په سامرا کښې له امامته مخکښې لس کاله دي او دریم پړاؤ یې د امامت کابو شپږ کاله و.
دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د دغه معصوم امام د شهادت په مناسبت تسلیت وائي .