هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93858-هیڅ_مسلمان_ترهګر_او_هیڅ_ترهګر_مسلمان_نه_دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له سپکاوي ډکو کاریکاتورونو ته په اشارې ویلي، په اروپا کې د اسلام ضد افکار د سرطان دانې په څېر د خپرېدو په حال کې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 04:05 Asia/Kabul
  • هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له سپکاوي ډکو کاریکاتورونو ته په اشارې ویلي، په اروپا کې د اسلام ضد افکار د سرطان دانې په څېر د خپرېدو په حال کې دي.

اناتولي اژانس د اردوغان له قوله ویلي، له بده مرغه اروپا داسې مرحلې ته ننوځي چې اسلام او پیغمبر ته پکې سپکاوی د بیان ازادي بلل کېږي.

نوموړي ویلي، هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی.

اردوغان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د ده په نظر لرې نه ده چې د اسلام دښمنان د خپل نفرت په اور کې وسوځي.

هغه ویلي، دا د ویاړ ځای دی چې په زغرده د خپل محبوب دفاع کوي او په خبره یې، یو مسلمان هغه وخت مري چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې شي او پر خپل محبوب پیغمبر باندې ننګ ونه کړي.