اسلامی امت دې فرانسوی او اروپائي شیان بایکاټ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93879-اسلامی_امت_دې_فرانسوی_او_اروپائي_شیان_بایکاټ_کړی
د افغانستان ددیني عالمانو په دغې اعلامیې کې وئيلی دي ، د عربستان پشمول ډځينو اسلامی هیوادونو واکوالان د امریکا په حير د نړۍ دقدرتمندو هیوادونو لاسپوڅي جوړ شوي او د دوي په ګټه کارونه ترسره کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • اسلامی امت دې فرانسوی او اروپائي شیان بایکاټ کړی

د افغانستان ددیني عالمانو په دغې اعلامیې کې وئيلی دي ، د عربستان پشمول ډځينو اسلامی هیوادونو واکوالان د امریکا په حير د نړۍ دقدرتمندو هیوادونو لاسپوڅي جوړ شوي او د دوي په ګټه کارونه ترسره کوي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،  دافغانستان  یو شمیر دیني عالمانو پرون   دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په فرانسې کې د  اسلام د ګران پیغمبر  په شان کې د ګستاخو څرګندونو په وړاندې د سعودي عربستان  چپتیا  منافقانه  بللي او وئيلي ئې دي ، دریاض  چارواکي  دلویدیځي قدرتمندو هیوادونو په خدمت کې دي .

 د افغانستان ددیني عالمانو په دغې اعلامیې کې  وئيلی دي ، د عربستان پشمول   ډځينو  اسلامی هیوادونو واکوالان  د امریکا په حير د نړۍ دقدرتمندو هیوادونو  لاسپوڅي جوړ شوي  او  د دوي په ګټه  کارونه  ترسره کوي .   دوي روښانه کړې ،  په عربستان کې آل سعود رژيم  د اسلامی هیوادونو او مسلمانانو  نماینده  نه دی ، بلکې  د امریکا او لویدیځي  هیوادونو نماینده رول لوبوي ، ځکه  دوی  په اسلام هیڅ ډول عقاید نه لري او  له اسلامه یوازې آوزاري استفاده کوي .

 داپه داسې حال کې دي چې له تیرو څو ورځو راهسې  په اسلامی هیوادونو په تیره  بیا دسیمې  په  هیوادونو ،ترکیې ،افغانستان ، پاکستان  کې  د فرانسې د ګستاخو چارواکو په ضد  کرکیجنې مظاهرې  دوام لري  او دغه راز پرون  په ډيرو اسلامی هیوادونو کې له جمعې لمانځه وروسته میلیونې مظاهرې شوي  او  دفرانسې پشمول  له کرغیړنو  لویدیځي هیوادونو سره د  هر ډول اړیکو دغوڅولو او  دغه راز د فرانسې د  شیانو  د پير پلور دمکمل بایکاټ غوښتنه ئې کړې  ده .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

دا په داسې حال کې دي چې د ایران دآشوریانو دکلیسا ستر پادري مارنر سای بنیامین  پرون ددینی لږکیو دمشرانو په غونډې کې  چې  د حضرت محمد مصطفی(ص)  پشمول   د اسلامي سپيڅلتیاؤ د سپکاویو  دمحکومولو  په خاطر د تهران د ختیځي آشوریانو په سترې کلیسا کې ترسره شوي ،وئیلي دي ،سپيڅلتیاؤ  ته دسپکاویو نتیجه ، به یوازې  د نورو دینونو داعتقاداتو د داغي کولو او د جنګ جګړو او دوینې د بهیدا لامل شي  او باید د  افراط پال په تیره د  فرانسې ولسمشر ماکرون دې په دې اړه  چې یو سپير او ناخوښ  او کرغیړن اقدام ئې کړی ، له اسلامی امت او د خداي په درګاه کې بخښنه وغواړي  او  درست مسیحیان دغه شان  ځيږ او ناخوښ اقدامات د درستو  الهي دینونو سپکاوي  اوبې احترامي ګڼي

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption