په امریکا کښې د ملي ګارډ عسکر دیره شوي دي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پیلیدا سره په یووخت د تاوتریخوالو په زیاتیدا د اندیښنې په ډیریدا سره د ملي ګارډ ځواکونو په شپاړسو (۱۶) ایالتونو کښې فعالیت پیل کړ .
د دغو ځواکونو ماموریت په څو حوزو کښې تعریف شوی چې پکښې له اینټرنیټي دفاع سره مرسته ، د رایو د اچولو په مرکزونو کښې مرسته او له انتخاباتو وروسته د ناامنۍ د رامینځته کیدا په بڼه کښې تیارسی پکښې شامل دي .
ویل کیږي چې د امریکا د ملي ګارډ زر (۱۰۰۰) عسکر په ماساچوسټ ایالت ، درې سوه (۳۰۰) په اریزونا ، درې سوه (۳۰۰) په الاباما او نامعلوم شمیر هم په فلوریډا ، اوریګان او ایلینیوی ایالتونو کښې فعال شوي دي .
له تیرو څو ورځو راهسې په امریکا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ او له هغه په وروسته ورځو کښې د تاوتریخوالي او د جنګونو د رامینځته کیدا د احتمال په هکله اندیښنې ډیرې زیاتې شوي دي .