د امریکا ولسمشر ټرمپ باید خپله ماتي ومني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94060-د_امریکا_ولسمشر_ټرمپ_باید_خپله_ماتي_ومني
زمونږ خبریال راپور ورکړ سي این این ټیلي ويژن د دوو (۲)خبرو سرچینو په قول ویلي دي د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیراډ کوشنر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې د جوبایډن په مقابل کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي ومني .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 08, 2020 11:57 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ  باید خپله ماتي ومني

زمونږ خبریال راپور ورکړ سي این این ټیلي ويژن د دوو (۲)خبرو سرچینو په قول ویلي دي د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیراډ کوشنر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې د جوبایډن په مقابل کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي ومني .

د امریکا د شپږڅلویښتم (۴۶) ولسمشر په توګه د جوبایډن د معرفي کیدا بیانیې ته د اوسني ولسمشر ټرمپ له غبرګون وروسته د هغه زوم او سلاکار جیراډ کوشنر ټرمپ ته وړاندیز وکړ چې سیالۍ جوبایډن ته وروسپاري .

هغه وخت چې سي این این ټیلي ويژن جوبایډن د امریکا د انتخاباتو بریالی کاندید اعلان کړ اوسني ولسمشر ټرمپ د خپلې انتخاباتي کمیټۍ له لارې په یوې (۱) بیانیې کښې وویل جوبایډن بیړه لري په دروغو سره ځان د انتخاباتو بریالی کس معرفي کړي او هغه تراوسه د سیالۍ تر ختمیدا پورې  زیات واټن لري .

د امریکا اوسني ولسمشر ټرامپ په خپلې خبر پاڼې کښې ژمنه وکړه چې زما د انتخاباتي کمیټۍ حقوقي جنګ به له سبا څخه شروع شي او ډاګینه یې کړه  ترهغه وخته چې د امریکا خلک د رایو صادقه شمیر چې له دوې سره ښه بریښي او ډیموکراسۍ غواړي لاس ته رانه وړي په کراره به کې نني .