د امریکا ولسمشر ټرمپ په الاسکا کښې درې رایې ګټلي
زمونږ خبریال وايي د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا ایالت کښې وتوانید له جوبایډن سره په سیالۍ کښې بریالی شي .
د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ په الاسکا ایالت کښې په جوبایډن بریالی شوی او درې (۳) الیکټرول رایې یې ترلاسه کړي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د میشیګان ، د ویسکانسین ، پنسلوانیا او د جارجیا په شان برخلیک ټاکونکو او مهمو ایالتونو کښې یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي خوړلي ده د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ښکاره درغلۍ د ترسره کیدا ادعا وکړه .
ټرمپ دغه راز ژمنه کړي ده چې ډیر زر به د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ترسره کیدا په هکله زیات سندونه خپاره کړي .
د ټرمپ وکیل هم ټینګار کړی دی چې دې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ د ترسره کیدا په هکله سندونه لري .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) نوي راپور کښې وویل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ادعا په هکله هیڅ ثبوت نشته .
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا په ټولو ایالتونو کښې د انتخاباتو له ترسره کونکو رسمي چارواکو سره له ارتباط ټینګولو وروسته وايي په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله هیڅ سند نشته .
د امریکا چارواکو ویلي دي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کښې هیڅ بد نظمي چې د ټول ټاکنو د نتیجې د بدلیدا سبب شي نه وه رامینځته شوي .
دغه راپور ټینګار کړی دی د ولسمشر ټرمپ لخوا د درغلۍ ادعا او د هغه دا خبره چې جعلي رایو زما بریالیتوب له مینځه وړی دی بې اساسه ده .