د انګلستان لومړي وزیر ټرمپ پخوانی ولسمشر وباله
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د نږدې اړیکو له لرلو او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د هغه له ادعا کولو سره سره ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر وباله .
بوریس جانسن پرون د ولسي جرګې د پوښتنو او د ځوابونو په غونډې کښې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی او جوبایډن منتخب ولسمشر وباله .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په دغه غونډې کښې دغه راز د دوه اړخیزه اړیکو او د نړیوالو بدلونونو په هکله د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن سره خپلو ټیلي فوني اترو ته اشاره وکړه .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن د امریکا د اوسني ولسمشر ټرمپ اصلي فوټو سټیټ کاپي بللی و .