د ټرمپ وکیلان د درغلۍ په هکله هیڅ ثبوت نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94204-د_ټرمپ_وکیلان_د_درغلۍ_په_هکله_هیڅ_ثبوت_نلري
د فرانسې څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکیلان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په درغلۍ باندې له اعتراض کولو سره سره د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د مدرک او سند په وړاندې کولو کښې ناتوانه دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 15, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • د ټرمپ وکیلان د درغلۍ په هکله هیڅ ثبوت نلري

د فرانسې څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکیلان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په درغلۍ باندې له اعتراض کولو سره سره د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د مدرک او سند په وړاندې کولو کښې ناتوانه دي .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب له اعلان سره سره د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکیلان تراوسه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ثابتولو لپاره د سند په وړاندې کولو کښې ناتوانه دي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تل په اپوټه په خبري کانفرنس کښې کښې حاضر نشو چې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي .

د امریکا اوسني ولسمشر چې یو(۱) دیکتاتور او جنجالي سړی دی د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې نه دي منلي او په ځلونو یې په ټول ټاکنو کښې د پراخې درغلۍ خبره کړي ده .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ حقوقي ټیم تراوسه د هیواد ایالتي محکمو ته څو شکایتونه کړي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې د نیواډا په شمول د امریکا ایالتي محکمو ویلي دي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله هیڅ مدرک او ثبوت نه دی وړاندی شوی او د انتخاباتو امنیتي چارواکو هم د انتخاباتو په سم ډول ترسره کیدل تائید کړي دي .