د امریکا منتخب ولسمشر زر نوي کابینه جوړوي
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس وايي د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي کابینې د جوړولو لپاره د فیصلې خبر ورکړ .
هیله کیږي چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د لومړي ځل لپاره یوه(۱) ښځه د دفاع وزیر په توګه معرفي کړي .
میرمن میشل فلورنوی ( Michele Flournoy) د امریکا د دفاع وزارت لپاره د منتخب ولسمشر جو بایډن د اصلي انتخاب په توګه پیژندل کیږي .
د میرمن میشل فلور نوی( Michele Flournoy) انتخاب د امریکا په دفاع وزارت پینټاګان کښې له کړکیچ څخه د ډک پړاو په وروستیو کښې ترسره کیږي.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کښې پینځه(۵) دفاع وزیران بدل کړی شوي دي .
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلاري کلینټن هم په ملګروملتونو کښې د واشنګټن د سفیرې لپاره د ولسمشر جوبایډن د احتمالي انتخاب په توګه پیژندل کیږي .
د ډموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د خلکو او دغه راز الیکټرول کالج په رایو کښې اوس هم له اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مخکی دی .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د جوبایډن د بریالیتوب له اعلانیدا سره سره د اوسني ولسمشر ټرمپ انتخاباتي کمپاین هماغه راز په ټول ټاکنو کښې د درغلۍ ادعا کوي او هغه د انتخاباتو دنتیجو منلو ته حاضر نه دی او په ځینو مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کښې یې محکمو ته شکایتونه کړي دي .