جو بایډن په درغلۍ ټاکنې وګټلې؛ خپله ماتې نه منم
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې نه مني، سره له دې چې پر خپله ټوېټر پاڼه یې په غیر مستقیمه توګه منلې چې سیال کاندید جو بایډن ټاکنې ګټلې دي.
ښاغلي ټرمپ پرون پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: "دی (بایډن) ځکه بریالی شو چې په ټاکنو کې درغلي شوې وه ". خو له دې خبرې لږ وروسته یې یو بل ټویټ کې وویل چې خپله ماتې نه مني.
ولسمشر ټرمپ په څو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو پر ضد محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې د درغلۍ په اړه د خپلو ادعاو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او ټولې عریضې یې رد شوې دي.
خو ښاغلی ټرمپ بیا هم نه مني چې جو بایډن دې تېرې ولسمشریزې ټاکنې ګټلې وي، او تر اوسه یې خپل سیال ته مبارکي هم نه ده ورکړې.
بل لور ته د امریکا د ښاغلي ټرمپ زرګونه پلویان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د ادعاو د ملاتړ په موخه د واشنګټن په لارو کوڅو کښې لاریونونو ته راوتلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې ډیموکرات ګوند نوماند جو بایډن د تېرې نومبر د میاشتې په دریمه () نیټه ټاکنو کې بریالی اعلان شوی دی.
تېره جمعه ښاغلي بایډن جورجیا ایالت کې تر رایو اخیستو وروسته خپله بریا اعلان کړه، چې له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې په دغه ایالت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې لومړنی بریالی شوی ډیموکراټ نوماند دی.
بایډن د الکټرال کالج ۳۰۶ رایې ګټلې دي، او د ولسمشر کېدو لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه.
خو تر اوسه، ټرمپ په رسمي ډول خپله ماتې نه ده منلې، بلکې د ځینو مهمو ایالتونو په رایو کې یې د درغلیو رامنځ ته کېدو ادعاوې کړې دي، خو لا تر اوسه یې ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.