د امریکا د ولسمشر وکیل د درغلۍ ادعا وکړه
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشر شخصي وکیل روډي جولیاني ادعا وکړه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله ثبوتونه لري .
هغه له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ادعا وکړه په کافي اندازه د امریکا په اکثرو لانجې وړ ایالتونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو لپاره دلیل شته .
روډي جولیاني وویل د امریکا په پنسلوانیا ایالت کښې د څه د پاسه شپږزره (۶۰۰۰) غیر قانوني رایو شتون د انتخاباتو د نتیجې د بدلیدا لپاره کافي دی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ثبوتونو په زیاتیدا سره د ولسمشر غصه زیاته شوي ده او هغه به له خپلو قضايي عریضو څخه شاتګ ونکړي .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب له اعلانیدا سره سره ولسمشر ټرمپ د ټول ټاکنو نتیجه نه ده منلي او په ځلونو یې په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ خبره کړي ده .