د امریکا پخواني ولسمشر په ریپبلیکن ګوند نیوکه وکړه
Nov 20, 2020 13:08 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د اوسني ولسمشر ټرمپ له ادعا د ملاتړ کولو په خاطر په ریپبلیکن ګوند نیوکه وکړه .
هغه له ایم ایس این بي سي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل له اوسني ولسمشر ټرمپ څخه د ریپبلیکن ګوند دفاع کول اندیښمنونکي چاره ده .
د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا بې اساسه ده او محکمو هغه نه ده منلي .
اوباما وویل د امریکا د ریپبلیکن ګوند ډیر چارواکي له ولسمشر ټرمپ سره یوځاي شوي په دې دلیل نه چې هغوې په رښتیا په ټرمپ باوري لري بلکې په دې خاطر چې هغوې له ټرمپ څخه ویره لري .
خو د امریکا د ریپبلیکن ګوند ځینې غړي له ولسمشر ټرمپ سره له ملګرتیا کولو ډډه کوي .
ټیګونه