د امریکا د عدلیې وزیر د درغلۍ تور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94564-د_امریکا_د_عدلیې_وزیر_د_درغلۍ_تور_رد_کړ
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس وویل د امریکا لوی څارنوال او د عدلیې وزیر ویلیم بار وویل دوې د پراخې درغلۍ په هکله داسې کوم ثبوتونه چې د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه بدله کړي نه دي کشف کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2020 01:25 Asia/Kabul
  • د امریکا د عدلیې وزیر د درغلۍ تور رد کړ

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس وویل د امریکا لوی څارنوال او د عدلیې وزیر ویلیم بار وویل دوې د پراخې درغلۍ په هکله داسې کوم ثبوتونه چې د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه بدله کړي نه دي کشف کړي .

ویلیم بار دغه خبره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بیا بیا ادعاګانو پرخلاف چې هماغه راز د ولسمشرۍ د نتیجې له منلو ډډه کوي وکړه .

د امریکا لوی څارنوال او د عدلیې وزیر ویلیم بار وویل څارنوالان او د فیډرال پولیسو ایف بي ايي ماموران هڅه کوي هغه خاص شکایتونه او اطلاعات چې ترلاسه کړي يې تعقیب کړي خو دوې تراوسه داسې هیڅ ثبوت چې وکولای شي د انتخاباتو نتیجه بدله کړي نه دی ترلاسه کړی .

د ویلیم بار دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکا ویسکانسین او اریزونا ولایتونو د انتخاباتو نتیجه د جوبایډن په ګټه تائید کړي ده او داسې ښکاري چې په جورجیا او پنسلوانیا ایالتونو کښې هم کومه خاص پیښه رامینځته نشي .