د حزب الله د ټروریستي بللو لپاره د امریکا هڅې
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د نړیوالي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي حزب الله د یو ټروریسټي غورځنګ په توګه وپیژني.
د النشرې دراپور سره سم، د لبنان په کورني چارو کې د فرانسې د لاسوهنو په دوام کې تېره شپه د لبنان څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د فرانسې د ولسمشر په بلنه په دې هیواد کې دوهم کنفرانس تر سره شو.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال دیویډ هیل په دې کنفرانس کې د بیرت بندر د لویي چاودنې په دوسیه کې د لبناني چارواکو د سستو خوځښتونو څخه نیوکه کړې او ویې ویل: په لبنان کې باید داسي یوه اداره رامینځ ته شي چي د اصلاحاتو وړتیا ولري او په دې زمینه کې نړیواله ټولنه باید لبنان سره مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ادعا وکړه: د حزب الله نفوذ او اثرګذاري په لبنان کې د بې ثباتی لامل ګرځېدلی او نړیواله ټولنه باید دغه غورځنګ ټروریستي اعلان کړي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون یو ځل بیا ګواښ وکړ چي د لبنان سره د نړیوالو مرسته د دې هیواد د نوي حکومت د چلند سره تړاو لري.
د بیروت د بندر تر لویي چاودنې وروسته د لبنان په کورني چارو کې د فرانسې ګوته وهنې نور هم زور اخیستي دي، مکرون تر دې دمه دوه ځله لبنان ته په سفر تللی او هر ځل یې لاسوهونکې وېناوې کړي دي.
امریکا او صهیونیستي رژیم په سیمه کې د ټروریستانو سره د حزب الله تر بریالي مبارزې وروسته، پر دغه غورځنګ باندې د فشارونو د راوستلو لپاره خپلي هڅي زیاتي کړي دي.
د مقاومت د جبهې د یو اصلي غړی په توګه د لبنان حزب الله په سیمه کې د امریکایي-صهیونیستي د کړۍ د دسیسو سره د مقابلې په ډګر کې اساسي رول لري.