د ویسکانسین ایالت محکمې د ټرمپ شکایت رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94602-د_ویسکانسین_ایالت_محکمې_د_ټرمپ_شکایت_رد_کړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا په ویسکانسین ایالت کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ د ثابتولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمیټۍ شکایت د دغه ایالت د سترې محکمې لخوا رد شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 04, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • د ویسکانسین ایالت محکمې د ټرمپ شکایت رد کړ

زمونږ خبریال وايي د امریکا په ویسکانسین ایالت کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ د ثابتولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمیټۍ شکایت د دغه ایالت د سترې محکمې لخوا رد شو .

د امریکا د ویسکانسین ایالت سترې محکمې پرون د ډیموکراټ ګوند له کاندید سره په سیالۍ کښې د خپلې ماتې د مخنیوي لپاره د هڅې په باره کښې د ولسمشر ټرمپ په عریضې باندې غور کول رد کړل او دوسیه یې تیټو محکمو ته استولي ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ویسکانسین ایالت سترې محکمې ته په عریضې کښې غوښتنه کړي وه د دغه ایالت په غیر حضوري رایو پاڼو کښې د پراخې درغلۍ د ثابتیدا په خاطر د دغه ایالت په دوو(۲) سترو ښارونو کښې څه د پاسه دوه لکه یویشت زره (۲۲۱۰۰۰) رایې باطلې اعلان کړي خو د ټرمپ دغه غوښتنه هم د هغه د  هغو نورو ادعاګانو په شان وه  چې له دې مخکې په دغو ښارونو کښې د انتخاباتو د چارواکو لخوا د رایو د بیا شمیرلو په وخت رد شوي وې چې ټرمپ  پکښې په نهایت کښې وتوانید له جوبایډن څه شل زره او اوه سوه رایې بیرته واخلي خو د هیڅ ډول درغلۍ په ثابتولو  کښې بریالی نشو .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاتو کښې چې د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳)نیټه وشورې رسنیو ویلي دي د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د درې سوه شپږ سوه (۳۰۶) الیکټرول  رایو په ترلاسه کولو سره له ولسمشر ټرمپ څخه انتخابات ګټلي دي کوم چې دوه سوه دوه دیرش (۲۳۲) الیکټرول رایې ترلاسه کړي دي .

د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ د ماتي له منلو ډډه کړي ده او په څو ایالتونو کښې د هغه څه پرضد چې دې یې په انتخاباتو کښې درغلۍ او خلاف ورزۍ ګڼي څو عریضې او شکایتونه کړي دي خو په څو ایالتونو کښې دغه شکایتونه نه دي منل شوي .