د امریکا ملي استخباراتو د ټرمپ ادعا رد کړه
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ملي استخباراتو مدیر جان رټکلیف وویل دغه اداره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خارجي هیوادونو د لاسوهنې په هکله د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو د کمیټۍ د ادعا په هکله هیڅ ثبوت نلري .
هغه له سي این این ټیلي ويژن سره په ځانګړي مرکه کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو د کمیټۍ د یوې (۱) ترټولو جنجالي ادعا په ردولو سره چې ویلي یې دي یوه(۱) خارجي هیواد په رایو کښې په لاسوهنې سره د انتخاباتو نتیجه بدله کړي ده وویل مونږ تراوسه نه یوو توانیدلي چې داډول کوم شی ثابت کړو .
هغه د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د هغو اطلاعاتو پراساس دي چې له ملي استخباراتي ادارې یې ترلاسه کوي وویل په انتخاباتو کښې درغلۍ په اساسي ډول د استخباراتي ټولنې موضوع نه ده .
د امریکا دغه چارواکي په دوام کښې پټو راپورونو ته د منتخب ولسمشر جوبایډن له لاسرسي څخه د ټرمپ د ډډه کولو په هکله وویل جوبایډن د ولسمشر په توګه زما له دفتر څخه په کامل ډول استخباراتي راپورونه ترلاسه کوي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په ولسي او الیکټرول رایو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن له مخکې کیدا سره سره خپله ماتي نه مني .