ټرمپ له خپل مرستیال وغوښتل د انتخاباتو نتیجې تائید نکړي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال غوښتي دي چې د الیکټرال کالج د ولسمشرۍ د رایو نتیجه تائید نکړي .
د امریکا یوې (۱) رسنۍ وویل ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال مایک پنس چې د مشرانو جرګې سینا مشرۍ پرغاړه لري غوښتي دي په الیکټرال کالج ټولنه کښې د ولسمشرۍ د رایو نتیجې تائید نکړي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې چهارشنبې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د خپل د یوه(۱) ملاتړي کس غوښتنه چې پکښې له مایک پنس څخه غوښتنه شوي وه د مشرانو جرګې د جنورۍ د میاشتې د شپږمې (۶) نیټې په غونډه کښې د الیکټرال کالج رایې تائید نکړي بیا خپره کړه .
ویل کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د دغه غوښتنې له بیا خپرولو څو ساعته وړاندې د خپل مرستیال مایک پنس په دفتر کښې له هغه سره کتنه کړي وه .
د امریکا الیکټرال کالج غړیو د دسمبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د رایو له اچولو وروسته جوبایډن د نوي ولسمشر په توګه انتخاب کړ .
خو له دې سره سره د امریکا ولسمشر ټرمپ له هر فرصته استفاده کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې غیرقانوني اعلان کړي او هغه تراوسه په انتخاباتو کښې د خلاف ورزیو په هکله د هیواد بیلابیلو محکمو او عدالتونو ته شکایتونه کړي دي خو ټول له ماتي سره مخ شوي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې په واټونو او کوڅو کښې له تاوتریخوالو ډکې مظاهرې ترسره کړي .