ټرمپ له خپل مرستیال وغوښتل د انتخاباتو نتیجې تائید نکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95019-ټرمپ_له_خپل_مرستیال_وغوښتل_د_انتخاباتو_نتیجې_تائید_نکړي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال غوښتي دي چې د الیکټرال کالج د ولسمشرۍ د رایو نتیجه تائید نکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 01:33 Asia/Kabul
  • ټرمپ له خپل مرستیال وغوښتل د انتخاباتو نتیجې تائید نکړي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال غوښتي دي چې د الیکټرال کالج د ولسمشرۍ د رایو نتیجه تائید نکړي .

د امریکا یوې (۱) رسنۍ وویل ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال مایک پنس چې د مشرانو جرګې سینا مشرۍ پرغاړه لري غوښتي دي په الیکټرال کالج ټولنه کښې د ولسمشرۍ د رایو نتیجې تائید نکړي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې چهارشنبې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د خپل د یوه(۱) ملاتړي کس غوښتنه چې پکښې له مایک پنس څخه غوښتنه شوي وه د مشرانو جرګې د جنورۍ د میاشتې د شپږمې (۶) نیټې په غونډه کښې د الیکټرال کالج رایې تائید نکړي بیا خپره کړه .

ویل کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د دغه غوښتنې له بیا خپرولو څو ساعته وړاندې د خپل مرستیال مایک پنس په دفتر کښې  له هغه سره کتنه کړي وه .

د امریکا الیکټرال کالج غړیو د دسمبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د رایو له اچولو وروسته جوبایډن د نوي ولسمشر په توګه انتخاب کړ .

خو له دې سره سره د امریکا ولسمشر ټرمپ له هر فرصته استفاده کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې غیرقانوني اعلان کړي او هغه تراوسه په انتخاباتو کښې د خلاف ورزیو په هکله د هیواد بیلابیلو محکمو او عدالتونو ته شکایتونه کړي دي خو ټول له ماتي سره مخ شوي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې په واټونو  او کوڅو کښې له تاوتریخوالو ډکې مظاهرې ترسره کړي .