د کارګل خلکو د مقاومت د شهیدانو د نندارتون هرکلې وکړ
Jan 03, 2021 04:21 Asia/Kabul
د هند يه کارګل کښې د مقاومت د شهیدانو نندارتون د دغه ښار د خلکو په پراخ شتون سره ترسره شو.
په دغه نندارتون کښې د مقاومت د شهیدانو په تیره بیا د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني، ابومهدي المهندس، عماد مغنیه او شهید حججي د پیژندګلوۍ لسګونه غُرفې جوړې شوې دي.
هم داشان په یوه بیله غرفه کښې د بقیع قبرستان او د حضرت زهرا سلام ا... علیها د کور د سوځیدلي ور او د حضرت زینب سلام ا... علیها د حرم ماډلونه نندارې ته وړاندې کړې شوې دي.
د دغه نندارتون په پرانیستل کیدو سره د کارګل سلګونو خلکو هلته په ورتګ سره، د بي بي فاطمه زهرا(س) د شهادت او د سردار سلیماني د شهادت د شپو ورځو په مناسبت ویر او ماتم وکړ.
دغه نندارتون به یوه اونۍ جاري وي.
ټیګونه