بهرني پوځیان له افغانستان څخه نه وځي
شفقنا خبري اژانس وايي ناټو تړون ادعا وکړه د سولې تر ټینګیدا پورې له افغانستان څخه بهرني عسکر نه وځي .
د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په یولړ دوکه ورکونکو او دروغجنو څرګندونو کښې چې په ځلونو یې تکرار کړي دي وویل تر هغه وخته چې په افغانستان کښې جنګ ، وژله او تاوتریخوالی بند نشي او هلته سوله او امنیت ټینګ نشي بهرني پوځیان له دغه هیواد څخه نه وځي .
هغه د افغانستان د سولې له بهیر څخه د نمایشي ملاتړ په ترڅ کښې وویل خارجي عسکر به په دې ډول له افغانستان څخه لاړ نشي چې دغه هیواد له شل (۲۰) کاله مخکې برخلیک سره مخ شي .
د ناټو د سرمنشي ینس اسټولټنبرګ دغه لسمونکي او په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسوولیت د اچولو دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امریکا او متحدانو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګولو په پلمه په افغانستان کښې له خپل شل(۲۰) کلن ماتي خوړلي جنګ وروسته دغه هیواد د جنګ او د ترهګرۍ او د ناامنۍ د زیاتولو په مرکز بدل کړی دی او طالبانو په ځلونو ویلي دي د امریکا په مشرۍ د خارجي ترهګرو عسکرو د شتون په دوام سره به په افغانستان کښې تاوتریخوالی هماغه راز دوام ولري او دغه بهرني ترهګر عسکر به په امان کښې نه وي .
د افغانستان د حکومت چارواکي هم وايي امریکا اوس د حکومت او د ملت ترمینځ د تفرقې په اچولو او د موقته حکومت د جوړولو د پلان په وړاندې کولو او د افغانستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره د سولې د خبرو اترو د بهیر د بندیدا اصلي عامله ده او په دغه هیواد کښې يې جنګ ، وژلې او همدفمنو وژلو ته لمن وهلي ده .