د ایران او د روسیې پوځي مانوره پیل شوه
د ایران او د روسیې د دوه زه یویشتم (۲۰۲۱) سمندري امنیت د کمربند د پوځي مانورې لومړۍ مرحله په سمندر کښې له مخکې څخه په دوو(۲) ټاکل شویو هدفونو باندې د ماسکو او د تهران د جنګي کشتیو په ډزو کولو سره پیل شوه .
د ایران او د روسې جنګي کشتیو د هند اوقیانوسیې د شمال په لور حرکت کولو سره د دغه پوځي مانورې لومړنی پړاو اجرا کړ .
د مانورې په دغه پړاو کښې د ایران او د روسیې جنګي کشتیو د ایران جوړې «جماران» جنګي بیړۍ په قومندنۍ او له بیلابیلو وسلو په استفادې سره په سمندر کښې له مخکي څخه په ټاکل شویو هدفونو ډزې وکړې .
د دغه پوځي مانورې ټول پړاونه د سیمې په هوايي څارنې او جاجونې سره د ایران د سمندري ځواک د هیلي کوپټرونو لخوا ترسره شول .
د ایران او د روسیې د سمندري امنیت د کمر پوځي مانوره نن سهار د هند اوقیانوسې په شمالي سیمه او عمان سمندر کښې پیل شوي ده او تر سبا ورځې پورې به دوام ولري .