نړیواله ایټمي موافقه دې پیاوړي او اجرا شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96730-نړیواله_ایټمي_موافقه_دې_پیاوړي_او_اجرا_شي
د ایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ، که امریکابیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا او دخپل باؤر بیرته ترلاسه کول غواړي ، نو پکارده د ایران په ضد بیرته لګول شوي درست بندیزونه لغوه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 10:34 Asia/Kabul
  •   نړیواله ایټمي موافقه دې پیاوړي او اجرا شي

د ایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ، که امریکابیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا او دخپل باؤر بیرته ترلاسه کول غواړي ، نو پکارده د ایران په ضد بیرته لګول شوي درست بندیزونه لغوه کړي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،  د ملګروملتو دسرمنشي ویندوي فرهان حق بیګا پخپل خبري کنفرانس کې  د ایران په ضد د ماشې د میکانزم  دفعالیدا دادعا په بیرته اخستو کې د امریکا د اقدام په هرکلي سره  وئیلي دي ، له درستو فورو غواړو  چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د پیاوړتیا  لپاره دې اقدام وکړي .

 فرهان حق  په دوام کې وئيلي دي، یو ځل بیا  له درستو لورو غواړو،داسې اقدامات دې وکړي ، چې دغه مهمه ډيپلوماټيکه بریا  لاپیاوړي او مضبوطه کړي .

 هغه دغه راز د ایرانیو ډيپلوماټاتو د لازیات  محدودیّت د لغوه کیدا په باب هم وئيلي دي ،دا اقدام ښه پيښه ده  چې ډيپلوماټان  وتوانیږي ،لا فعال او رغنده فعالیتونه  باید ترسره کړي .

 د ملګروملتو مرستیال ویندوي  زیاته کړې ، تمه ده چې ایران   د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره  خپلې ملګرتیاته دوام ورکړي .

 امریکا پرون سهار  د ایران په ضد د ملګروملتو دبندیزونو په بیرته ګرځولو کې د ډونالډټرمپ دحکومت  داقدام په بیرته  اخستو سربیره د ایران د  ډيپلوماټانو  دتګ راتګ محدودیّتونه هم کم کړي دي . البته  د ایران داسلامی  جمهوریت  لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ، که امریکابیرته جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا او دخپل باؤر بیرته ترلاسه کول غواړي ، نو پکارده  د ایران په ضد بیرته لګول شوي  درست بندیزونه لغوه کړي .