د داعش راژوندي کول، د امریکې سټراټيجک هدف دی
د لبنان د پارلیمان پخواني استازي ټینګار وکړ چې د داعش راژوندي کول د امریکې سټراټیجک هدف دی او په سیمه کښې یې ګټونکې پاڼه ده.
د لبنان د پارلیمان پخواني استازي ټینګار وکړ چې د داعش راژوندي کول د امریکې سټراټیجک هدف دی او په سیمه کښې یې ګټونکې پاڼه ده.
ناصر قندیل پرون المعلومه خبري سایټ ته په مرکه کښې وویل: له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه په سوریې او عراق کښې د امریکې پوځي شتون د داعش د راژوندي کولو لپاره د واشنګټن او د هغه د انډیوالانو د څرګندې هڅې او په سیمه کښې د خپل شتون د جاري ساتلو لپاره د یوې پلمې او توجیه په سیوري کښې بڼه نیسي.
له دې مخکښې د لبنان مشهور لیکوال او شناندي هادي قبیسي هم ویلي وو چې ځیني هیوادونه یوځل بیا عراق او سوریې ته د داعش د ستنولو لپاره له امریکې سره مرسته او ملګرتیا کوي.