سوله له جنګه ډيره پیاوړي ده
پاپ فرانسیس به نن شپه له اربیله د شپې مهال د بغداد نړیوال هوائي ډګر ته لاړ شي او له سهار وختي به له عراقه د واټيکن په لور وخوځيږي .
شفق نیوز خبری سایټ رابور ورکړی ، دنړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس نن دعراق په شمال کې موصل ښار ته پخپل سفر کې ،په خویش البیعه کلیسا کې په شتون سره پخپلې وینا کې په موصل ښار کې د جنګ آثارو او نښونښانو ته په اشارې سره وئیلی دي ، ډيره د افسوس خبره ده چې د تمدنونو ټاټوبی ددغه ډول ترهه ګرو یرغلونو په نښه شوی دی .
پاب فرانسیس ددې خبرې په کولو سره چې په موصل او مینځني ختیځ کې د مسیحیانو دشمیر کمیدا ټولنیز جوړښت ته ډيرستر تاوان رسوي ،له مسیحي کورنیو غوښتي دي،موصل ته دې بیرته وګرځي او خپل حیاتي رول دې له سره ولوبوي .
هغه همداراز ټينګار کړی ، باید ددرستو قربانیانو لپاره دعا وکړو او لمنځ ته مخه کړو څو په سولې او دوستۍ کې ژوند وکړائ شو .
د نړۍ د کاتولیکانو رهبرله موصل ښاره په نینوا ولایت کې قرقوش ښار ته چې دعراق یو ترټولو سترمسیح میشته ښار دی، تللی او خلکو ئې پراخ هرکلی کړی دی .
ټاکل شوې پاپ دقرقوش ښار په طاهره الکبری کلیسا کې چې دعراق تر ټولو ستره کلیسا ده،هم د رباني ماسخوتن دستورې ترسره کړي .
پاپ فرانسیس به نن شپه له اربیله د شپې مهال د بغداد نړیوال هوائي ډګر ته لاړ شي او له سهار وختي به له عراقه د واټيکن په لور وخوځيږي .