د اروپایي اتحادیې بندیزونو ته د چین ځواب
د چین دولت د اروپا له لوري په دغه هیواد باندې د لګېدلي بندیزونو په ځواب کې د اروپایي اتحادیې ۱۰ تنه جګپورو چارواکو او ځینو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول.
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د دې هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د ملي واکمني د نقض د امله د اروپایي اتحادیې په یو شمېر شرکتونو او چارواکو باندې بندیزونه ولګول.
د چین د بهرنیو چارو د بندیزونو په لیست کې د اروپایي اتحادیې د پارلمان د بشري حقونو د کمیټې مشر رینهارد بوتیکوفر نوم هم شامل دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت دې ته په اشارې سره چي د اروپایي اتحادیې کړچار د دې هیواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنې بلل کیږي اعلان وکړ چي د اروپایي اتحادیې اقدامات د دروغو او ناسمو معلوماتو پر بنیاد تر سره شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، یاد اروپایي شرکتونه او چارواکي چین د سفر حق نه لري او د دې هیواد هیڅ یوې کمپنۍ هم هغوی سره همکاري نه شي کولای.
اروپایي اتحادیې په دې وروستیو کې د امریکا څخه په ملاتړ کې د چین په څلورو جګپورو چارواکو او یوې دولتي ادارې باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په پلمې سره بندیزونه ولګول.