قطر د نطنز په ایټمي تاسیساتو باندې حمله وغندله
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران په ایټمي تاسیساتو باندې حمله غندلې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران په ایټمي تاسیساتو باندې حمله غندلې ده.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل: د د تیرې دوشنبې په شپه د شهید احمدي روشن (نطنز) د یورانیمو د پخونې د کمپلکس د بریښنا شبکې په یوه برخه کښې ورانکاره پيښه رامینځته شوه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دغه هیواد د نطنز په ایټمي تاسیساتو باندې حمله یو خطرناک ورانکار اقدام ګڼي، یو داسې اقدام چې شخړې زیاتولې شي او د سیمې په امنیت او ثبات باندې منفي اغیزه کولې شي.
د قطر خارجه وزارت څرګنده کړه چې دغه هیواد د ټولو لورو لپاره یوې جامع او راضي کونکې حل لارې ته د رسیدو په موخه د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د مذاکراتو له بهیره په بشپړ ملاتړ باندې ټینګار کوي.