ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۱-۰۰
(last modified Mon, 19 Apr 2021 10:19:21 GMT )
Apr 19, 2021 14:49 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۱-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه دغې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: د ایران د اسلامی جمهوریت فوځ او سپاه په څلورکلن تپلي اقتصادي جنګ کښې د اته کلنې سپیڅلی دفاع په شان د ایران د ملي ګټو لپاره ټينګ اودریدل.

ډاکټر حسن روحاني د وری د ۲۹ په مناسبت چې د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ ورځ ده ، په یو پیغام کښې زیاته کړه د ایران فوځ د ایرانی ملت په څنګ کښې ټينګ ولاړ  دے او ۴۳ کاله مخکې هم چی ایرانی ملت له باچاهي مخ واړوۀ او ډیکټاتورۍ په خلاف یې انقلاب وکړ ، فوځ د ملت په څنګ کښې اودرید.

د اسلامی ایران ولسمشر زياته کړ د ایران فوځ د ایراني ملت برخه ده او دا په سیمه کښې له نورو فوځونو سره د اسلامي ایران د فوځ فرق واضحه کوي.

ورځپاڼې د ایران د اسلامي شورا د جرګې د مشر په حوالې سره وليکل:

د نطنز د ترهه ګريزې حملې ځواب ضروري دے.

محمد باقر قالیباف تاکید وکړ د نطنز د ایټمي سائيټ د ترهه ګريزې حملې ځواب حتمي  ضرورت دے او په مناسب وخت کښې به ورکړې شي. قالیباف پرون د پارلیمان په څرګنده غونډه کښې د نطنز په ایټمی تاسیساتو کې د یورنیمو د ۶۰ فیصدي پخولو شروع کولو ته په اشارې سره وویل دغې اندازې پخولو دښمنانو ته ثابته کړه چی د ایران ایټمي صنعت ځاي شوے دے .هغۀ زیاته کړه د سائنسي پرمختګ لپاره د ایران په ملي ارادې هر ډول دباو راوستل او ناسنجول شوے اقدام بې تاثيره دے.

------------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د ایران د اسلامي جمهوريت سپاه پاسدارانو  د قدس ځواک د قومندان ځاے ناستی شهید شو. د ورځپاڼې له قوله د قدس ځواک د قومندان ځاے ناستی او سرلوړے جانباز او ستر سردار برید جنرال پاسدار سید محمد حسین زاده حجازي د اسلامي ټاټوبي او نظام د خدمت  او د انقلاب د ساتنې  په بیلابیلو ډګرونو کښې له کلونو کلونو مجاهدت او مخلصانه او نه ستړي کیدونکو  هلو ځلو وروسته د زړه د ناروغۍ له کبله شهید شو  او د شهیدانو له سترې قافلې سره یوځاې شو.

-----------

 اطلاعات ورځپاڼې بيا د پاکستان د وزيراعظم په نقل سره وليکل: اروپا دې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې سپکاوے ممنوع اعلان کړي.

د ورځپاڼې په قول عمران خان جوته کړه حضرت محمد (ص) د مسلمانانوترمینځ ځانګړے مقام لري او د هغه حضرت بی احترامي او سپکاوے د مسلمانانو لپاره د زغملو نه دے.

هغه په اروپا کښې د مسلمانانوپه خلاف د کرکې خپرولو د عاملانو د سزا کولو هم غوښتنه وکړه.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د روسیې او  يوکراین او د هغه د لویدیځو انډيوالانو ترمینځ سیاسي تاوتریخوالی زیات شوے دے.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل هیواد کښې د سوسونیک شتون ناخوښ وباله او له هغه یې وغوښتل چې د اپریل د میاشتې له نولسمې (۱۹) نیټې څخه په دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې له روسیې څخه ووځي .

د يوکراین خارجه وزارت هم په سن پیټرزبورګ کښې د خپل هیواد د سرکنسول نیول د ویانا د  ډيپلوماټیکو تعلقاتو له کنونشن او نړیوالو قوانینو سره تضاد لرونکی اقدام وباله او د روسیې په اقدام باندې د نیوکې په ترڅ کښې یې د ماسکو یو ډیپلومېټ له يوکراین څخه وویست.

-----------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله غټه سُرخۍ کښې وليکل: په پاکستان کښې د کورونا وائرسو خپرېدو چټکتيا موندلې روغتونونه له بيمارانو ډک شوي او د مړو او په بيمارۍ داخته کسانو په شمېر کښې هم ورځ په ورځ زياتوالے روان دے. له اول نه تر اتم کلاسه ټول سکولونه تر اختره پورې وتړل شول له نهم نه تر دولسم کلاسه پورې هم يوه ورځ ترمېنځ چوټي اعلان شوه او  سخت روغتيائي تدابير غوره کړې شول.

د ورځپاڼې په قول په سعودي هم کورونا په زياتېدو ده او حکومت د مکمل لاک ډاؤن خبردارے ورکړ. د ورځپاڼې له مخې د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزارت وياند وويل چې اکثر خلق په ورغتيائي تدابيرو عمل نه کوي چې له کبله يې د کورونا نوے ډول په تېزۍ سره په خپرېدو دے او که دا سلسله جاري وساتل شي نو په هېواد کښې به مکمل لاک ډاؤن اعلان شي.

ورځپاڼې د افغان سرچينو له قوله وليکل د افغانستان په جلال آباد  کښې په يو جومات باندې د حملې له کبله نهه نمونځګزاري شهيدان شول. وسله وال له حملې وروسته په تېښته کښې کامياب شول.

-------------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: په لاهور کښې د تحريک لبيک د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ سختې نښتې اوشوې. د حکومتي چارواکو په قول د تحريک لبېک کسانو لخوا د يو شمېر پوليسو له تښتولو وروسته امنيتي ځواکونو تحريک لبېک ډلې په خلاف عمليات شروع کړل چې پکښې د مرګ ژوبلې خبرونه هم خپارۀ شوي دي.

د ورځپاڼې يو بل خبر له مخې د پاکستان قومي اسمبلۍ فېصله وکړه چې په لويديځو هېوادونو کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په خلاف به يو متفقه قرارداد پاس کړي.

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواګونو له وتلو سره به هېواد کې یو نوی فصل پرانیستل شي او د افغان ځواکونو مسؤلیتونه به لاپسې زیاتېږي.

د ليکوال په وینا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ناڅاپي اعلان د استانبول پر غونډه هم سیوری غوړولی او داسې برېښي چې د استانبول ناسته چې د بن غونډې ته ورته وه، اوس د رسمي غونډې دریځ غوره کړی چې دا د خلکو او ګوندونو په ذهنونو کې هېڅ ډول عملي تضمین نه‌لري.

---------

مسیر ورځپاڼې د ولسمشر غني پرونيو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي و، که څوک د جمهوریت په صف کې نه‌وي، نو په دولت کې ورته ځای نه‌شته.

وړاندې راغلي چې ولسمشر غني په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې نه‌یوازې د دولت او سیاستوالو ترمنځ د سولې او نورو لویو مسایلو په اړه پراخ اختلاف شته، بلکې په دولت کې دننه د چارواکو ترمنځ هم پر سوله او اساسي مسایلو ژور اختلاف موجود دی.

----------

هېواد ورځپاڼې بیا د ملي امنيت د شورا د صلاحکار له قوله ولیکل د امریکایی ځواکونو شتون ته ضرورت نه لروو بلکه  بهرنيو مرستو ته اړمن يوو.

حمدالله محب وایی: افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، اوس پیاوړی پوځ لری ،خو وایی: لا هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو.نوموړی دا څرګندونې د ریسنا په نامه هندی انستیتیوت په آنلاین غونډه کې وکړې ،چې د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران یې هم برخوال وو.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: هند یو ځل بیا په افغانستان کې د بېړنی اوربند غوښتنه وکړه. هند په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتی، چې ژر تر ژره هر اړخیز اوربند وکړی.دغه خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې کړې او ویلی یې دی ،چې هند په افغانستان کې د تاوتریخوالی او هدفی وژنو له زیاتېدو اندېښمن دی، نو ځکه د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوی.

-----------

د کبل چاپ مسير ورځپاڼې بيا وليکل د ولسي جرګې غړي وائي څومره ژر چې امریکایان وځي دومره د هېواد په ګټه ده.

د ولسي جرګې غړي وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د بشري ناورین سبب شو او څومره ژر چې له دې ځایه ولاړ شي د هېواد په ګټه ده. د ولسي جرګې غړو د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د امریکایي ځواکونو په راتګ سره نه یوازې دا چې ترهګري ختمه نه شوه، بلکې لا ډېره شوه او د نشه يي توکو په قاچاق کې ډېروالی راغی. د وکیلانو په خبره څومره چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي دومره دلته د ناورین او جګړو سبب کېږي. وکیلانو دغه راز وویل چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري له همدې امله نور د ناټو او امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده. دوی پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، مذاکرات وکړي، اوربند وکړي او دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډه توغندیز برید شوی. د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکايي ځواکونو پر هغه اډه توغندیز برید شوی چې ځينې امریکایي او ددغه ځواکونو قراردادیان پکې مېشت دي. ویل کېږي چې پنځه توغندي پر یاده نظامي اډه لګېدلي. تر اوسه هېڅ ډلې ددغه بریدونو مسوولیت نه دی منلی. په وروستیو میاشتو او اونیو کې په عراق کې د امریکا پر ګڼو اډو او ديپلوماتیکو مرکزونو راکیټي بریدونه کېږي چې وخت ناوخت مرګ ژوبله هم اړوي.

-----

 

ټیګونه