کورونا ویروس د هندوستان نور ښاریز هم ووژل
May 03, 2021 00:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې درې زره او شپږ سوه نهه اتیا (۳۶۸۹) کسان په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه مړه شوي دي .
د هندوستان د روغتیا وزارت دغه راز په هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله د څه د پاسه دوه لکه پینځلس زره (۲۰۱۵۰۰۰) کسانو مړ کیدل تائید کړي دي .
په هندوستان کښې تراوسه په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه د پاسه نولس (۱۹) میلیونه دی او له امریکا وروسته د نړۍ دوهم (۲) هیواد دی چې د کورونا ویروس تر ټولو زیات ناروغان لري .
په عین حال کښې په هندوستان کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر زیاتیدا او د دغه ویروس د واکسین کمښت خلک اندیښمن کړي دي .
ټیګونه