د انتفاضې د لمبو غلې کولو سپېرۀ هدف ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99972
د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه بيانيه کښې وويل: د فلسطين د انتفاضې او مقاومت د لمنو د غلې کولو او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو ټينګولو سپېرۀ هدف ماتې خوړلې ده.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 07, 2021 14:07 Asia/Kabul
  •  د انتفاضې د لمبو غلې کولو سپېرۀ هدف ماتې خوړلې ده

د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه بيانيه کښې وويل: د فلسطين د انتفاضې او مقاومت د لمنو د غلې کولو او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو ټينګولو سپېرۀ هدف ماتې خوړلې ده.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي: د قدس نړيواله ورځ د  فلسطين او قدس شريف له آرمان څخه په ملاتړ کښې د اسلامي نړۍ د يووالي د تجلۍ او ورځ او د مقاومت د محاذ د قوماندان او د قدس شريف شهيد الحاج قاسم سلېماني د وينې د انتقام، د اېشيا له لويديځ څخه د امريکائي ترهه ګرو د وتلو عملي کېدو د زيرورکولو او د سيمې له سياسي جغرافيا څخه د صهيونېسټ رژيم په حذفولو سره په مقدسه زمکه د فلسطينيانو د هر اړخيزې واکمنۍ د زمينو د تقويتولو ورځ ده.

په دغه بيانه کښې تاکيد شوے دے، د فلسطين ملت او د قدس انتفاضې په خپلو کورنيو توانمنيو باندې په تکيې سره خپل حېرانونکي مقاومت او ټينګ اودرېدنې ته دوام ورکړے او سفاک او جنايتکار صهيونېسټ رژي يې يې د تباهۍ او زوال له کندې سره مخامخ کړے دے.

د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په بيانيه کښې همدارنګ رغلي دي: د امام خميني (رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې هوشمندانه پلان په حقيقت کښې د فلسطين د مسئلې په هواري  او د صهيونېسټ رژيم د کېنسر غدې په ختمولو کښې د ټولو مسلمانانو د يووالي او ارادې ښودلولپاره او هغه هم د اسلامي نړۍ د وړومنبۍ ترجيح او په خاصه توګه د اسلام په جغرافيا کښې د قدس د ازادۍ د ارمان په مضبوطولو او نړيوال کولو کښې د يو محوري فېصلې په توګه يو فرصت جوړونه وه او ده.