-
روسیې د اوکراین په پلازمینې باندې درنې هوايي او توغندوي حملې وکړې
Aug 20, 2026 04:21زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو د اوکراین په پلازمینې «کي یف» باندې د روسیې د پراخو هوايي او د توغندوي حملو د دوام خبر ورکړی دی؛ داسې حملې چې په څو پړاونو او له بلاسټیک او هايپر سونیک توغندیو څخه په کار اخیستلو سره د ترسره شوې دي.
-
د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت د اوکراین د ویریدا سبب شوی
Aug 20, 2026 04:07زمونږ خبریال راپور راکړی «اکونومیسټ» مجلې په یوه راپور کښې د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت ته په اشارې سره ولیکل: دغه موضوع په اوکراین او نورو هیوادونو کښې چې په دغو توغندیو باندې تکیه لري د ویرې د رامینځته کیدا سبب شوې ده.
-
مرشایمر: امریکا له ایران سره د غوښتنو د منلو پرته بله لار نه لري
Aug 19, 2026 12:56پارس ټوډی – د نړیوالو اړیکو امریکايي نظریه پوه جان مرشایمر، د هرمز تنګي د پرانیستلو یوازینۍ لار د امریکا له لوري د ایران د غوښتنو منل وبلل.
-
جان کربي: د هرمز تنګي د بحران د پای ته رسېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي
Aug 19, 2026 13:22د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني ویاند جان کربي ویلي، ایران هر ځل چې د خبرو مېز ته کېني، امریکا پرې بمبارۍ کوي او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو او په هرمز تنګي کې له رامنځته شوي بحران څخه د وتلو لپاره هېڅ ستراتیژي نه لري.
-
تحلیل | واشنګټن له خلیج فارس څخه د پوځي وتلو په فکر کې
Aug 19, 2026 13:11پارس ټوډی – واشنګټن پوسټ د راپور او د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) له ایران سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په خلیج فارس کې د خپل پوځي حضور د پاموړ کمولو په اړه څېړنه کوي.
-
د امریکا سفیر د اسرائیلي مېشتو خلکو پر ترهګرۍ بېساری اعتراف وکړ
Aug 19, 2026 12:50پارس ټوډی – په اشغال شویو سیمو کې د امریکا سفیر، د اسرائیلي مېشتو خلکو له لوري پر فلسطینیانو بریدونه په بېساري ډول وغندل او د هغوی کړنې یې د ترهګرۍ ښکاره بېلګه وبلله.
-
د ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد؛ ۶۷ سلنه امریکایان له ایران سره له جګړې ناخوښ دي
Aug 18, 2026 15:59پارس ټوډې ـ د رویټرز/ایپسوس د هغې نظرپوښتنې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او د امریکایانو غوڅ اکثریت له ایران سره د امریکا د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښمن دي.
-
د ۲۰۲۶ میلادي کال په دوهمو دریو میاشتو کښې د اروپا د شرکتونو دیوالیه کیدل زیات شوي
Aug 18, 2026 11:54پارس ټوډې- تر ټولو نوې شمیرنې وايي چې د روان میلادي کال په دوهمو دریو میاشتو کښې په اروپايي اتحادیې کښې د شرکتونو دیوالیه کیدل په پینځه اعشاریه اوه فیصده زیاتیدا سره له دوه زره نولسم میلادي کال راهسې تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلي دي.
-
د امریکا د سنټکام قومندان په ابراهام لینکلن بیړۍ کښې په روحي رواني مشکلاتو اعتراف وکړ
Aug 18, 2026 11:41پارس ټوډې- د امریکا د سنټکام ترهګر قومندان وویل: په سمندر کښې د اوږدې مودې پوځي ماموریت په ځانګړي ډول سخت او چیلنج رامینځته کونکی دی.
-
د جرمني په څو وزارتونو باندې سایبري بریدونه شوي دي
Aug 18, 2026 11:28پارس ټوډې- د جرمني د لومړي وزیر دفتر وویل له یوې سایبري حملې وروسته د جرمني د حکومت له انفامیشن ټیکنالوژۍ چینل سره د څو وزارتونو ارتباط غوڅ شوی او پلټونکي د دغه حملې د پراخیدا د مخنیوي او د هغه د شدت د معلومولو لپاره د هڅې په حال کښې دي.