د کابل جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
سخت اورښت او د سیلاب راوتل ددې لارې د تړل کیدو لامل ښودل شوي دي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې عینی شاهدان وایي له تیر ماښام راهیسې د سخت اورښت او سیلابونو راوتو له امله د کابل جلال اباد لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دترافیکو پر مخ تړل شویده، شاهدان وایي چې یوازې پلي خلک کولای شي له هغه سیمې چې سیلاب تړلې تګ راتګ وکړي خو د اوس لپاره د مسافر او باروړونکو موټرو د تګ راتګ امکان نشته .
حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د ننګرهار باختر دولتي اژانس ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خولې دباران او سیلابونو له امله ځایی خلکو او کروند ګرو ته د درنو مالي زیانونوداوښتو خبر ورکړی دی، باختر دولتي اژانس په خپل راپور کې لیکلي چې د ننګرهار ولایت په لالپورې، مومند درې او سپین غر ولسوالیو کې دسخت اورښت او سیلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه زمکه او د استوګني لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه د میوه لرونکو ونو باغونو، داوبو سربندونو او سیمه یزو سرکونو ته هم زیان رسیدلی دی.
باختر دولتي اژانس په دې ولایت کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې دچارواکو له خولې لیکلي چې په دې ولایت کې د باران او سیلابونو راوتولو له امله د اوښتو زیانونو دکچې معلومولو او زیانمنو شویو کورنیو ته دلومړنیو مرستو د چمتو کولو هڅې یې پېل کړی دي.