ایران تیر کال افغانستان ته تر ټولو زیات شیان صادر کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د تجارت وزارت وویل: ایران په تیر هجري لمریز کال کښې په ګاونډیو او د سیمې په هیوادونو کښې افغانستان ته د شیانو تر ټولو ستر صادرونکی و.
د افغانستان د تجارت وزارت ویاند «عبدالسلام جواد اخوند زاده» پرون په یوه ویډیويي پیغام کښې په افغانستان کښې د تجارت بهیر مخ په ودې وباله او ویې ویل: افغانستان په تیر هجري لمریز کال کښې له ترتیب سره سم له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان ، چین او ترکمنستان زیات شیان وارد کړي وو.
هغه وویل په تیر هجري لمریز کال کښې دغه راز د افغانستان تر ټولو زیات تولید شوي شیان پاکستان ، هندوستان، متحده عربي اماراتو ، ازبکستان او ایران ته صادر شوي وو.
د افغانستان د صنعت او د تجارت وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوند زاده په دې خبرې سره چې په تیر هجري لمریز کال کښې د افغانستان د تجارت اندازه د دیارلس سوه دوهم هجري لمریز کال په پرتله زیاته شوي ده وویل په تیر کال کښې د افغانستان د شیانو د صادراتو ټولګه یو میلیارډ او اوه سوه پینځه اتیا میلیونه ډالره او د وارد کړی شویو شیانو اندازه یولس میلیارډه او یوسل څلور شپيته میلیونه ډالره وه.
افغانستان ډیزل، پیټرول ، مایع ګاز ، غوړي ، وريژې او درمل وارد کړي او وچې میوې ، مالوچ ، قالینې ، ګرانبیه ډبرې یې صادرې کړي دي.