د قدس نړیواله ورځ
د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د اسلامی ایران سیاست د فلسطین له مظلوم ملت ، د سیمې له ثبات او امنیت ملاتړ او د امریکا او صیهونیسټ رژیم د یو اړخیزه او درز اچونکیو اقداماتو غندل دي .
د اسلامي انقلاب بنسټ ګر حضرت امام خمیني رح په هغه پیژندنې سره چی په سیمه کې یې د امریکا له هدفونو او اسراییلو ماهیت درلوده ، دجمعې د مبارکې ورځې وروستۍ جمعه د قدس ورځ ونوموله .
د قدس نړیواله ورځ،دحضرت امام خمیني یو هوښیار او په موقعې نوښت دی چې هماغه راز ئې دقدس اوفلسطین موضوع دنړیوالو په ذهنونو کې ژوندۍ ساتلې ده .
دایران داسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر دقدس دنړیوالې ورځې په نومولو سره دفلسطین موضوع او آئيډیا د اسلامی نړۍ یوه لومړنۍ موضوع وبلله څو دصهونیسټ نیواکګر رژیم په وړاندې دفلسطینی ولس ټول روا حقوق پوره شي .
د قدس برخلیک ننپه یوه حساس تاریخی پړاو کې راغلې دې
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د فلسطین قضییه او په یمن ، د اسیا په لویدیځ او افریقا په شمال کې په اسلامی نړۍ کې موجود مصیبتونه د ګډ دښمن په وړاندې په اتحاد اوله شخړې د ډډې کولو اصل ته د نه پایبندۍ له امله بللی او په دې زمینه کې یې جوته کړی ده نن د اسلامی نړۍ تر ټولو ستر مصیبت د فلسطین قضییه ده چی یو ملت یې له خپل کور او ټاټوبی کډوال کړې دې .
د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د اسلامی ایران سیاست د فلسطین له مظلوم ملت ، د سیمې له ثبات او امنیت ملاتړ او د امریکا او صیهونیسټ رژیم د یو اړخیزه او درز اچونکیو اقداماتو غندل دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
حضرت امام خمیني د ۱۳۵۸لمریز کال د زمري دمیاشتې په شپاړسمه نیټه په لبنان کې دصهونیسټ نیواکګر رژيم دبې رحمه جنایتونو دنوي مرحلې له پيلیدو سره په یو وخت په یوه پیغام کې د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس دنړیوالې ورځې په عنوان سره وټاکله .دهغه پیغام په یوې برخې کې راغلي دي ،زه دنړۍ له درستو مسلمانانو او اسلامی حکومتونو غواړم چې د صهونیسټ غاصب رژيم اودهغوي دملاتړو دلاسونو دلنډولو لپاره دې سره یوو شي او دنړۍ ټولومسلمانانوته بلنه ورکوم،دروژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ دې چې دقدر یوه ورځ ده،او دفلسطین د ولس د برخلیک ټاکونکي هم کیدلی شي ،دقدس ورځې په عنوان سره وټاکي او په مختلفو دستورو کې د فلسطین دخلکو دقانوني حقوقوڅخه په ملاتړ کې دې د مسلمانانو نړیوال پيوستون اعلان کړي .
حضرت امام خمیني په ځلونو پخپلو ویناؤ اوپیغامونو کې دقدس دنړیوالې ورځې اهمیّت بیان کړی دی . هغه حضرت په یوه ځاي کې فرمائي ؛ دقدس ورځ ،یوه نړیواله ورځ ده ، داسې کومه ورځ نه ده چې یوازې قدس ته بیله شوي وي ، له مستکبرانو سره دمستضعفینو دمبارزې ورځ ده . دهغو ملتونو دمقابلې ورځ ده چې دامریکا او یا دغیر امریکا دظلمونو تر دباؤ لاندې دي او د زبرځواکونو په مقابل کې دي . دقدس ورځ ،داسلام ورځ ده ،د قدس ورځ هغه و رځ ده چې اسلام باید احیاء کړو او اسلامی قوانین په اسلامی هیوادونو کې اجرا شي،قدس ورځ هغه ورځ ده چې باید ټولو زبر ځواکونو ته خبرداری ورکړو چې اسلام به نور دتاسو دخبیثو عملونو له امله د تاسو تر سلطې لاندې درنشي ، دقدس ورځ داسلام دحیات ورځ ده .
دحضرت امام خمیني پیغام اولیدتوګې ښئ ، دقدس اوفلسطین موضوع د ځينو عربو هیوادونو موضوع نه ده ،بلکې داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده ، او اسلامی نړۍ باید د دغې حیاتي موضوع په وړاندې متحد اوغږمله شي . دقدس نړیوالې ورځې ، دصهونیسټو جنایتکارو اوغاصبانو په وړاندې د فلسطین د ملت مظلومیّت نړیوال کړ . او اوس دحضرت امام خمیني د نوښت له امله له لودیځي آسیا رانیولې تر امریکا لوئې وچې او تر تورې وچې پورې د مځکې دکُرې په ګوټ ګوټ کې دقدس اوفلسطین له مظلومیّته د ملاتړ چغې پورته کیږي .
د فلسطین موضوع ته په پام کې دحضرت امام خمیني غوره رول بیلابیلو متفکرانو او ولسونو ډير وستایهّ اونن سبا دامام خمیني نامه دفلسطین له موضوع سره یوځاي اخستل کیږي .هرڅوک هرچرته چې وي دفلسطین مسئلې ته مخه کوي،نو په ژبه به ئې دقدس اوفلسطین دموضوع په ژوندي ساتلو کې د حضرت امام خمیني د ارزښتمنو هلو ځلو نامه هم اخستل کیږي. د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته دفلسطین بدلونونو ته پام لازیات شوی او دنړۍ درست خلک اوملتونه دحضرت امام خمیني دتل پاتې لیدتوګو په سیوري کې د ایران په هلوځلو سره په فلسطینیو ټاټوبو کې روانو ډيرو زیاتو بدلونونو ته متوجه شول او پوه شول چې دفلسطین دمظلوم ملت په حق کې څومره ظلم شوی دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای هم د دوهم ګام په بیانیه کې په دې باره کی جوتوی ، اسلامی انقلاب په زړه ورتیا سره له مظلومانو او مستضعفانو دفاع کړی ده . دغه ځوان مردی او انقلابی مروت ، دغه صداقت ،صراحت او اقتدار ، دغه د نړۍ او سیمې د مظلومانو په څنګ کې دریدا ، د ایران او ایرانی د سرلوړیتوب نښه ده او تل دې همداسې وی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د امریکا په مشرۍ نړیوال استکبار د سټراټیجۍ په تدوین ، د نوی مینځنی ختیځ د طرحې او نیابتی جنګونو سره په لټه کې دی د مذهب ، قومیت ، ملیت ، د اختالاف د رامینځته کولو او قومی او مذهبی شخړو په اساس د اسلامی هیوادونو د کمزوری کولو او ویشلو په طرحې سره خپل سپیره هدفونه پلی کړي تر څو په اسلامی نړۍ او لویدیځې اسیا خپله ناروا سلطه وساتی . په دې لړ کی امریکا په یو اړخیزه سیاستونو ، لاس وهنو او له تیری ګر صیهونیسټ رژیم په ملاتړسره د فلسطین د مظلوم ملت د حقوقو د چیخڼی کیدا سبب شوی دی . د امریکا ولسمشرانو په بیلا بیلو رودو هڅه کړی ده د اسراییلو د مخالفانو او سیالانو د قدرت خنډ شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دغه حقیقت په بیانولو کې په سیمه کی د امریکا او اسراییلو د هدفونو د پرمختګ لپاره د مستکبرانو هڅې ته په اشارې سره د درمل لاره دریدا اوزړه ور مقاومت بللی او ټینګار کوی ملت ، عناصر او فلسطینی ادارې باید په سرشیندونکی جهاد سره په امریکا او صیهونیسټی دښمن ډګر تنګ کړی او درسته اسلامی نړۍ هم له دغه شجاعانه مقاومت ملاتړ او ملګرتیا وکړي .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز ټینګار کړی ، باوری یو چی وسله وال فلسطینی سازمانونه به ودریږی او مقاومت ته به دوام ورکړي او د ایران اسلامی جمهوریت هم له فلسطینی ډلو ملاتړ خپله دنده بولی ، په دې اساس په هر ډول او هر څومره چې وکولې شی له هغو ملاتړ کوی او دا ملګرتیا او ملاتړ د ایران د ملت او اسلامی نظام غوښتنه ده .
دغو ټولو حقیقتونو ته په پام سره د ایران اسلامی جمهوریت باوری دې چی د فلسطین مسله نن د نړۍ د سیاسی مسلو په سر کې ده اودرست ژمن دي چی د فلسطین دملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره هڅه اومجاهدت وکړي .
سږ کال هم د کرونا له امله له رامینځته شویو شرایطو سره سره د قدس نړیواله ورځ د تمهیداتو په غوره کولو سره د اسلامی ویښتیا او د امریکا او اسراییلو او په سیمه کی د صیهونیزم د ملاتړو په رسواۍ بدله شی .