د جرمني الوتکې د روسیې سرحد ته نږدې کیناستلې
ایرنا خبري اژانس د تاس خبري اژانس په قول راپور ورکړ د جرمني یورو فایټر جنګي الوتکې په فینلینډ کښې د روسیې د سرحد په یوسل اتیا کلومیټرۍ کښې په ځمکه کیناستلې او بیا یې الوت وکړ.
ویل کیږي چې د جرمني د هوايي ځواک دریو جنګي الوتکو په دغه مانوره کښې ګډون وکړ.
د جرمني رسنیو وویل دغو جنګي الوتکو په فینلینډ هیواد کښې له خپلې اډې الوت وکړ او هوسیو کلي ته نږدې په یوې لویه لاره کښې په ځمکې کیناستلې.
د جرمني هوايي ځواک وویل د دغه هیواد جنګي الوتکي د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له څلورمې نیټې څخه په فینلینډ کښې د مانورې په ترسره کولو بوختې دي او د جرمني دغه الوتکې په فینلینډ کښې په رووانیمي هوايي اډې کښې دیره دي.
دغه اډه د روسیې د سرحد په یوسل اوه څلویښت کلومیټرۍ کښې پرته ده.
جرمني د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې خپل پوځي لګښتونه بیخي زیات کړي دي.
د جرمني صدراعظم شولتس ویلي دي چې برلین غواړي له ایربس شرکت څخه شل نورې یورو فایټر جنګي الوتکې واخلي.