د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس رپوټ
ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسلامي وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د تېرې نهې په ورځ په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي اتحاد، صلحې او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کولو په شعار سره په تهران کښې د اسلامي هېوادونو د ديني، عالمانو، پوهانو او دانشورانو په شتون سره اوشو. چې په دې اړه يو رپوټ وړاندې کوو.
اسلام د وروستي الهي دين په توګه په ټولو پېړيو کښې د انسانانو لپاره يو توحيدي او نړيوال پېغام لري او خپل پېروکار خبرو اترو، همفکرۍ او يو زړۀ توب ته رابولي.کله چې د اسلام پېغام راوړونکے، د وحدت او يووالي رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) د توحيد نعره پورته کړه او د جهالت په سړه او تياره زمکه د اسلام نمر وځلېد، په زړونو کښې د اميد او آزادۍ نور وپړقېد. د اسلام په برکت تيت پرک قامونه او قبيلې له يو بل سره يوځاے او يو موټے شوې او د ورورلۍ معاهده لاس ليک کړه. اوس هم د پېړيو پېړيو په تېرېدو سره هغه ولوله ناکې نعرې او ترانې د مومانو زړونه او افکارله يو بل سره نزدې کوي. او هغوي تر ټولو برترې او اعلی لارې ته رابولي. د خداے د ګران رسول (ص) د ميلاد مبارک په مناسبت د اسلامي وحدت د کانفرنس جوړېدل هم د مسلمانانو د ترمېنځ له زيات نه زيات وحدت او يووالي په لړ کښې يو کوشش دے.
د اسلامي وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د تېرې نهې په ورځ په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي اتحاد، صلحې او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کولو په شعار سره د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې له ۱۲ نه تر ۱۷ پورې په تهران کښې په حضوري او آنلائن توګه ترسره شو.دغه کانفرنس په داسې حالاتو کښې اوشو چې د نړۍ هېوادونه په خاصه توګه اسلامي هېوادونه له مخکې نه زيات صلحې او عدل او انصاف ته ضرورت لري
د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم کانفرنس د پرانېسې مراسمو د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر آيت ا... سيد ابراهيم رئيسي،د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د ټولنې د مشر حجت الاسلام والسلمين ډاکټر شهرياري او کورنيو او بهرنيو مېلمنو په شتون سره شروع شول.حجت الاسلام والمسلمين ډاکټر حميد شهرياري د کانفرنس د پرانېستې په موقع وويل: له بده مرغه نن په اسلامي نړۍ کښې د جنګ جګړو او وينې بهېدنې کتونکي يوو،نو په همدې وجه مو د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس موضوع اسلامي اتحاد، صلح او له تفرقې او تنازعې نه ډډه کول ونوموۀ. ځکه چې نړيوال استکبار تل کوشش کوي چې د جنګ او وينې بهېدنې په رامنځته کولو سره په سيمه کښې خپل شتون توجيه کړي او د اسلامي هېوادونو په لوټمار لاس پورې کړي.»
ولسمشر رئيسي هم په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي امت نزدېکت او وحدت چې امام خمېني (رح) پرې ډې تاکيد لرۀ اومعظم رهبر پرې هم لري په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک او ضروري حرکت دے، وويل،«ټول عالمان، پوهان او دانشوران پکار دے په دې چاره تاکيد وکړي چې د وحدت او يووالي محور د اسلام د قدرمن او مکرم پېغمبر (ص) مبارک وجود دے او د هغه حضرت طيبه سيرت او د دين د پېشوايانو او بزرګانو پاک سيرت ته کتل او پاملرنه د اسلامي نړۍ د وحدت او يووالي راز دے. د هغوي عملي سيرت او نوراني وېناو ته توجه اسلامي ټولنه د اتحاد او ائتلاف لوري ته هدايتوي.هغه څه چې مسلم دي دا دي چې د اسلامي امت اتحاد موضوعيت لري او اصلي خبره دا ده چې پکار دے اسلامي امت په خپلو کښې سره يو موټے وي.»
د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او د عالمانو او دانشورانو د علمي او کلتوري نظرياتو د نزدېکت لپاره د هغوي د همفکرۍ رامنځته کول او په اسلامي نړۍ کښې د يوواحد امت تشکيل او د مسلمانانو د يووالي رامنځته کولو، د مسلمانانو د مشکلاتو او مسائلو د هواري او په دې اړه د عملي لارو چارو وړاندې کول او د هغو څېړنه د اسلامي وحدت د نړيوال کانفرنس د جوړېدو له مقاصدو څخه دي.
د اسلامي وحدت د نړيوال کانفرنس مېلمانۀ د اسلامي هېوادونو له دانشورو او پوهه شخصيتونو، ديني عالمانو، مفتيانو، سياسي شخصيتونو، د هېواد دننه او بهر د پوهنتونونو او نورو علمي، سائنسي او کلتوري ټولنو له استادانو او پوهانو څخه غوره کيږي. تر اوسه له ټولې نړۍ څخه په سلګونو متفکرانو، عالمانو، دانشورانو او کلتوري، اجتماعي او سياسي فعالانو او د هېواد له مختلفو سيمو څخه ګڼ شمېر شيعه او سني عالمانو او متفکرانو په دغه کانفرنس کښې ګډون کړے دے، او خپلې مقابلې وېناوې يې وړاندې کړې او خپل نظريات يې بيان کړي دي. د سږ کال د کانفرنس محورونه او موضوع ګانې وې پخه دا ډول وې: ورورولي، له ترهه ګرۍ سره مبارزه، ديني ازاد فکري او مذهبي اجتهاد منل، له تکفيريت او افراطيت سره مقابله، اسلامي يو زړۀ توب ا خواخوږي او له هر ډول تاوتريخوالو، تنازعاتو څخه ډډه کول، د اسلامي مذهبونو ترمېنځ د يو بل احترام او په اختلافاتو کښې د ادب خيال ساتل له لانجو کونجو، د يو بل د حرمت له ماتولو او سپکاوي څخه ډډه کول او د امت واحده او د اسلامي هېوادونو د اتحاديې، فلسطين او اسلامي مقاومت لپاره هلې ځلې کول او د آيت ا... محمد علي تسخيري ياد نمانځل.
د فلسطين مسئله د نړۍ يو ترټولو لوے او مخينه لرونکے مشکل ګڼل کيږي چې تر اوسه يې څه حل لاره نه ده پېدا شوے. خو د فلسطين له ملت څخه د ټولې اسلامي نړۍ په يو هيړملاتړ په صورت کښې هغوي به په قطعي توګه خپل زياتره حقوقو ترلاسه کړې شي او له يونيم ميليارډ نفوسو او زياتو وسائلو سره د اسلامي هېوادونو اتحاد او يووالے به د مظلومو فلسطينيانو لپاره يوه ځواکمنه اډاڼه وي. له دې امله د سږ کال دکانفرنس يو محور او موضوع هم فلسطين او اسلامي مقاومت په نظر کښې نيول شوې ده. په دغه کانفرنس کښې د فرانسې د پوهنتون د عملي کمېټۍ غړي او سياسي شناندي عماد حمروني وويل: «زمونږ رول نن دا دے چې اسلامي اتحاد او يووالي ته راوګرځوو او اسلامي اتحاد ته د ستنېدو لپاره له ورورولۍ نه بغېر بله لاره نشته، يعنې هغه نظم و ضبط او لارې چارې رامنځته کول چې د مسلمانانو او مختلفو ملتونو او ډلو ترمېنځ اسلامي امت تشکيلوي ورورولي جوړه کړي. دا امت نن دردمن دے او پينځه پېړۍ اوشوې چې د لويديځ استعمار له پرله پسې وحشيانه جنګونو څخه درد او رنځ زغمي. له دې امله د دې کتونکي وو چې نن فلسطين نيول شوے د سوريې يوه برخه نيول شوې او ګڼ شمېر جنګونه رامنځته شوي دي چې له هغو تکفيري ډلو سره د مبارزې نتيجه ده چې له مختلفو سيمو څخه راځي. نو مطلب دا دے چې د ورورولۍد رامنځته کېدو په لاره کښې د اسلامي نړۍ متفکرانو، دانشورانو او سياستوالانو ماتې خوړلې ده. نو له دې امله مونږ هم کولې شوو چې د مسلمان په توګه د مسلمان ملت اتحاديه جوړه کړوو. پکار دے مونږ د ورشنفکر، دانشور، محقق، سياستدان او ديني عالم په توګه په خپلو وېناو کښې ورورولۍ ته توجه وکړوو.»
د لبنان د مسلمانو علماو د جمعيت يومشر شېخ غازي يوسف هم په خپله وېنا کښې د اسلامي ټولنو ترمېنځ د وحدت د ساتنې په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل: « يوه هغه ترټولو مهمه مسئله چې مونږ ورته ضرورت لروو چې د عملي کېدو لپاره کوشش وکړوو د فلسطين د آزادۍ مسئله ده. نو ځکه اسلامي وحدت او مقاومت په خپلو کښې سره پېرلې دوه مهمې چارې دي او وحدت بې له مقاومته او مقاومت بې له وحدته معنا نه لري. وحدت او يووالے يوه عقلاني او قلبي مسئله ده او مونږ پکار دے د فلسطين د ازادولو او خپلې خاورې ته د فلسطينيانو د ستنېدلو لپاره چې ورباندې ظلمونه او ستمونه شوي دي په وحدت او مقاومت باندې تاکيد ولروو.»
د وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس له زياتو بحث او مباحثو نه وروسته د يوې بيانيې په جاري کولو سره ختم شو. په دغه بيانيه کښې راغلي دي: «د مسلمانو او غېر مسلمانو هېوادونو د مسلمانانو ترمېنځ د اسلامي ورورولۍ د مفهوم ترويجول يوه ضروري چاره ده او پکار دے راتلونکي نسلونه په دې مفهوم باندې په تکيې سره تربيت شي. همدارنګ پکار دے د دغه ارزښتمن مفهوم د عملي کېدو لپاره د ضروري چلند او طور طريقو د بيانولو ترڅنګه په دې ټکي تاکيد اوشي چې د دغې اسلامي او انساني فريضې د عملي کېدو يوازېنۍ لار له زړونو نه د کينې وېستل دي؛ ځکه چې ورورولي رامنځته کېدل د فرقه اي کينې، نسل پرستۍ او انانيت په شتون سره ناممکنه چاره ده. خداے پاک په قرآن مجيد کښې همدې موضوع ته اشاره کړې او فرمائي: : « وَنَزَعنَا مَا فِی صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا»
د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم کانفرنس بيانيه په يو مبتکرانه وړانديز سره چې د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر «د اسلامي هېوادونو اتحاديه» تر عنوان لاندې بيان او نمونه يې وړاندې کړه تمامه شوې ده. د دغې اتحاديې د رامنځته کېدو وړانديز د يو واحد امت او نوي اسلامي تمدن د عملي کېدو په لاره کښې يو ډېر مهم ګام دے چې کولې شي د اسلامي هېوادونو ترمېنځ ملګرتيا او تعاون زيات کړي او په اسلامي نړۍ کښې د هر ډول تفرقې او تيري خنډ وګرځي.همدارنګ په کانفرنس کښې موجودو عالمانو غوښتنه وکړه چې په نزدې راتلونکو وختونو کښې د دغې بېلګې د عملي کېدو لپاره د يو نوي پروګرام اجرا په نظر کښې ونيول شي او د اسلامي نړۍ مشران، سياستدانان او ديني عالمان او پوهان هم يې د اجرا کولو دنده په غاړه واخلي.
د وحدت د کانفرنس په وروستۍ ورځ عالمانو، پوهانو او دانشورانو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره کتنه وکړه. معظم رهبر د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې ګډون کونکو د نظام چارواکو او مېلمنو ته د رحمت د پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) او د حضرت امام جعفر صادق (ع) نېکمرغه ميلاد په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د اسلامي امت لپاره د بشري ژوند په ټولو اړخونو کښې د اسلام د جامعيت بيانول او ترويجول او د مسلمانانو د اتحاد او يووالي مضبوطول دوه مهمې دندې وبللې او وې فرمايل: «اسلامي وحدت يوه قرآني فريضه او اصولي چاره ده او د نوي اسلامي تمدن د رامنځته کېدو د لوړ هدف عملې کېدل د سني او شيعه مسلمانانو له اتحاد او يووالي نه بغېر ممکنه نه دي.»
---------