د سردار شهيد قاسم سلېماني له کورنۍ سره د معظم رهبر کتنه
(last modified Mon, 03 Jan 2022 11:37:45 GMT )
Jan 03, 2022 16:07 Asia/Kabul
  • د سردار شهيد قاسم سلېماني له کورنۍ سره د معظم رهبر کتنه

د اسلام د ستر جرنېل الحاج قاسم سلېماني د دويمې کليزې په مناسبت د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغه قدرمن شهيدله کورنۍ او د هغه د ياد نمانځنې د کمېټۍ له غړيو سره کتنه وکړه چې په دې اړه ننني مطلب ته ستاسو پام راګرځوو.

هغه ورځ چې ذليل دښمن جنرل سلېماني شهيد کړ نو ورته معلومه نه وه چې دغه شهادت نه يوازې د هغه ګوښه کېدو او ختمېدو نه سبب کيږي بلکه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تعبير د دغه بزرګوار او قدرمن د شهادت واقعه يوه ملي بلکه يوه نړيواله پېښه شوې او د سلېماني د مکتب په نامه د يو مکتب  بنياد ايږدي چې د نړۍ خلق د دغه مکتب د پېژندلو په تکل کښې کوي. آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي دغه مکتب د صدق او اخلاص يوه ټولګه وبلله او وې فرمايل: «دغه دوه کلمې په  حقيقت کښې د سلېماني د مکتب عنوان ، سېمبول او علامت دي. «صدق» يعنې هم هغه څيز چې په مبارک آيت«مِنَ المُؤمِنينَ رِجالٌ صَدَقوا ما عاهَدُوا اللهَ عَلَيه» کښې دے او «اخلاص» هم هغه څيز دے چې د «قُل اِنّی اُمِرتُ اَن اَعبُدَ اللهَ مُخلِصًا لَهُ الدّين» آيت په شمول د قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو کښې راغلے دے؛دغه دوه قرآني عنوانونه د شهيدسلېماني د خوزښت تشکيلؤنکي وو.

د شهيد سلېماني د شهادت د دويمې کليزې په مناسبت سره په  خپل جوشه او ولسي نوښت لرونکي حرکت سره مختلف کلتوري مراسم او پروګرامونه جوړ شول چې له مخکې نه زياته ولوله لري. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د همدغو نوښت لرونکو خوزښتونو په دوام کښې د هغه شهيد د ياد او خاطرې نمانځنه وکړه او د شهيد سلېماني ځينې مهم خصوصيتونه يې بيان کړل.

بې له شکه مرګ هغه حقيقت دےچې هر څوک يې منلو ته مجبور دے. خداے پاک هر څوک په يوې طريقې سره له دنيا څخه بوځي. شهادت د مرګ ترټولو غوره ډول دے چې د معظم رهبر په تعبير د الحاج قاسم د شهادت کېفيت په دښمنانو او ټولو ليدونکو باندې حجت تمام کړ. دوي وفرمايل: «شهيدسلېماني په صحيح معنو کښې صادقانه عمل وکړ او په خپل ژوند کښې به يې عمل کوۀ، مونږ د هعه ژوند له نزدې څخه وليدۀ او وموپېژندۀ، که هغه د مقدسې دفاع په دوران کښې ؤ او که له مقدسې دفاع نه وروسته د قدس ځواک تر مشرۍ پورې ؤ او د قدس په ځواک کښې د آرمانونو په لار کښې يې د مجاهدت کړاونه وزغمل، دا د «صادقانه» معنا ده. د اسلامي انقلاب معظم رهبر زياته کړه: دا چې په دغو دوو کلونو کښې د هغه نوم او ياد په اسلامي نړۍ کښې لا زيات نفوذ پېدا کوي. په دوامداره توګه د شهيد سلېماني نوم او د هغه ياد په اسلامي نړۍ کښې لګيا دے تکراريږي، او په دائمي توګه په زياتېدو دے، او خلق يې مشاهده کوي او ګوري. په حقيقت کښې د صدق مظهر ؤ: صَدَقوا ما عاهَدُوا اللهَ عَلَيه.»

په کار کښې نۀ ستړي کېدل د شهيدسلېماني يو مهم خصوصيت ؤ.دغه خصوصيت د معظم رهبر لپاره حېرانؤنکےؤ تردې چې د دوي په وېنا، ځينې وختونه به چې يو هېواد ته تلۀ او راستنېدۀ به او ما ته به يې رپوټ رالېږۀ  نو ما به چې يې کله دغه رپوټ لوستۀ نو په دغو څو ورځو کښې به د هغه د يو عظيم کار په حجم  او زياتې اندازې حېرانېدم. ما له دغو رپوټونو څخه يوه نسخه اخېستې ده چې له ځان سره يې وساتم  او ورباندې مې ليکلي هم دي چې دا له ځان سره ساتم دې لپاره چې په راتلونکو وختونو کښې وکتې شي او معلومه شي چې دغه سړي به څومره زيات کار کوۀ.»

آيت العظمی سيد علي خامنه اي په دوام کښې زياته کړه: هغه په خپل ټول وجود سره له اسلام او انقلاب سره وفادار پاتې شو؛ له هغې ژمنې او وعدې سره چې له خداے پاک او امام (خميني) سره يې کړې وه وفادار پاتې شو؛ له هغې دندې سره چې د ايران د ملت په وړاندې يې لرله او د اسلامي امت په وړاندې يې لرله په ډېر دقت سره په عمل کښې او په خپل ټول وجود سره وفادار پاتې شو؛ هم د ايران د ملت په وړاندې دنده کښې او هم د اسلامي امت په وړاندې دنده کښې.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وېنا په يوه برخه کښې په هغو کسانو باندې په نيوکې سره چې خامخا چې د ملت او امت د دروغو دوه ډوله ترويجولوکښې د دښمن لار تعقيبوي،شهيد سلېماني د هېواد ترټولو ملي او ترټولو امتي شخصيت وبلۀ او په وضاحت کښې يې وفرمايل:

«هغه ترټولو ملي شخصيت ؤ، دا له کومه ځايه معلومه ده؟ د هغه د جنازې له مراسمو څخه معلومه ده، مونږ د انقلاب په دوران کښې د دغو کلونو په اوږدو کښې چې د سترو اجتماعاتو دوران دے ،آيا د شهيدسلېماني د لسګونو ميليني مراسمو مثال لروو؟ هغه څه ډول انسان ؤ؟ نو ر نو ملت دې ته وائي. ملت خو په توهماتو کښې نه شي انځور کېدې؛ دا حقيقت موجود دے. په لسګونو ميلينوکسانو د دغه سړي له شهادته وروسته د هغه د جنازې مراسم ترسره کړل؛ نو بس هغه ترټولو زيات ملي دے او د نه ستړي کېدونکي کار په خاطر ترټولو زيات امتي هم دے.»

هغۀ له مېړانې سره سره نه ستړې کېدونکے کار لرۀ، يعنې داسې کار چې معمولي کار  نه دے او مېړانې ته ضرورت لري، جرات ته ضرورت لري؛ چې په عقلانيت باندې تکيه کوي، يعنې هم شجاعت او هم عقلانيت،دواړه له تدبير سره د ستائنې وړ دي. هم يې دښمن په ښه توګه پېژندۀ، هم يې د دښمن اوزارونه پېژندل، يعنې داسې نه وه چې شهيد سلېماني د دښمن وسائل نه پېژندل چې له هغو وسائلواستفاده وکړي او ګوزاروکړي، هغه د دښمن امکانات په بشپړه توګه پېژندل خو په عېن حال کښې به په ډېر جرات او قوت سره مېدان ته داخلېدۀ. له دښمنه نه ويرېدۀ او تګلاره به يې په تدبير سره غوره کوله.»  

د اسلامي انقلاب معظم رهبر اخلاص او د خداے لپاره  کار د شهيد سلېماني يو بل خصوصيت او د هغۀ په کار کښې د بې بديله برکت ذريعه وبلله او زياته يې کړه:

«د هغه په اخلاص له کومه ځايه پوهېدې شوو؟ له دې ځايه چې په اصل کښې هغه هډو د ليدل کېدو په لټه کښې نه ؤ،يوه ذره به هم له ليدل کېدو څخه تښتېدۀ، اوس داسې شوه چې ټوله نړۍ لګيا ده هغه ويني هغه ګوري، هغۀ به کار د خداے پاک لپاره کوۀ، تظاهر او رياکاري يې نه لرله، لافې به يې نه کولې، وړومبنے انعام چې خداے پاک د هغه د اخلاص به وجه هغه ته ورکړ همدغه د لسګونو ميلينو خلقو د جنازې په مراسمو کښې ګډون ؤ. د جنازې دغه مراسم په دنيا کښې د هغه د اخلاص وړومبنے اجر ؤ؛ اوس يې د آخرت اجر په خپل ځاے محفوظ دے؛ د شهيد سلېماني د نوم دغه رواجېدل،د هغه د شخصيت رواجېدل او په دنيا کښې يې ياد او نوم پاتې کېدل د هغه دنيوي اجر ؤ. په دې دوو کلونو کښې په زرهاو ځله د شهيد سلېماني نوم د خلقو په خوله او د خلقو په قلم جاري شو. سږ کال هم خلق په خپل جوشه توه لګيا دي د هغه د ياد نمانځنه کوي. لکه چې مې وويل بيا يې وايم چې دا ټول د هغه قدرمن د اخلاص اثر دے.»

اوس د اسلام د لوے سردار له شهادته د دوو کلونو په تېرېدو سره قاسم سلېماني د اسلامي نړۍ او سيمې د ځوانانو لپاره په يوې بېلګې او يو اتل بدل شوے دے.هغه د اميد، په ځان باندې د اعتماد او قربانۍ سېمبول او د استقادمت او کاميابۍ رمز او راز دے. د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټول دې ټکي ته متوجه کړل، هرکله چې څوک کار  د خداے پاک لپاره او د هغه لار کښې ترسره کړي، خداے پاک هم هغه لوےد قدر وړ ګرځوي. په داسې حال کښې چې دښمن په مقابل کښې کمزورے او ذليل شوےدے. دوي زياته کړه، نن د هغوي حالت ته وګورئ چې په څه حال او حالت کښې دي. د امريکې حال وګورئ، له افغانستانه داسې تښتي او په عراق کښې مجبوره ده چې د وتلو تظاهروکړي. البته بايد پکار دے عراقي وروڼه په هوښيارۍ او بېدارۍ سره مسئله تعقيب کړي.. مجبوره ده چې ووائي زۀ به له دې وروسته د فوځي صلاح کارۍ کردار ادا کوم؛ يعنې اقرار کوي په دې باندې چې هلته به فوځي شتون ونه لري او نه يې لرلې شي. د يمن مسئله وګورئ، د لبنان مسئلې ته سترګې اوغړوئ. په سيمه کښې د استکبار په خلاف بهير، په سيمه کښې د مقاومت بهير، نن له تېرو دوو کلونو څخه لا رونق لرونکے، لا تازګي لرونکے او لا اميد لرونکے حرکت کوي او کار کوي. په سوريې کښې هم دښمن ګېر شوے دے، په سوريې کښې هم د هغوي لپاره څه اميد پاتې نه دے؛ دا د دغه ارزښتناکې وينې او مظلومانه وينې برکتونه دي.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهيدانو له اولادونو سره د شهيد سلېماني له مهربانۍ ډک چلند د يوې نمونې په نقلولو سره وفرمايل: هغه قدرمن شهيد د شهيدانو د کورنيو په وړاندې له مهربانۍ ډکې روحيې سره او د کورنيو او بهرنيو ورانکارو او مفسدانو په مقابل کښې دومره پرېکنده او سخت ؤ چې حتی په يوه سيمه کښې د هغه د شتون خبر به د دښمن روحيه نابودوله.

نن که څه هم هغه په ظاهره زمونږ ترمېنځ موجود نه دے خو د نړۍ ترلرې لرې سيمو کښې د هغه د نوم او ياد پراختيا استکباري قوتونه دې ته مجبور کړي دي چې په مجازي فضا او سوشل مېډيا کښې د هغه د نوم او ياد په حذفولو او د مقاومت د سردار د څېرې په تخريبولو لاس پورې کړي. آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له شهيد سلېماني سره د مستکبرانو دغه حذفؤنکے سلوک حتی د شهيد له نوم څخه د هغوي د ويرې او د هغه ارزښتناکې بېلګې له رواجېدو او خپرېدو څخه د ويرې نښه وبلله او وې فرمايل: «نن هم مستکبران د هغه له نوم څخه ويريږي،د هغه له ياد څخه ويريږي، وګورئ په مجازي فضاء او سوشل مېډيا کښې چې تاسو له ما نه زيات ترې خبر يئ. د هغه له نامې سره څه سلوک کوي،دا هم يوه بله تنبيه ده، زمونږ او د هېواد د مجازي فضاء د چارواکو  لپاره لا زيات خبردارے دے چې پوهه شي څه کار کول پکار دي، چې دښمن ونه کړې شي هر څه چې يې زړۀ  غواړي او هر ځاے چې يې زړۀ غواړي چلند وکړي. او صحيح ده چې د دنيا موجوده مجازي فضاء د مستکبرانو په اختيار کښې ده، د هغه له نوم او د هغه د نوم له خپرېدو څخه هم ويريږي، دې ته وائي بېلګه او نمونه چې دښمن يې د نوم له خپرېدو ويريږي.»

آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په آخر کښې شهيد سلېماني يو تل پاتې حقيقت او تر ابده ژوندے وبلۀ او زياته يې کړه: «په هر حال شهيدسلېماني تل پاتې کېدونکےدے ، د هغه کسانو چې هغه يې شهيدکړ، لکه ټرمپ او د هغه په شان نورو کسانو ځاے د تاريخ ډېران دے او د  تاريخ په ډېران کښې د هېرېدونکو او ورکېدونکو برخه دي. خوهغه شهيد تر ابده ژوندے دے،شهيد داسې دے او دښمنان به يې ورک او نابوده شي. البته ان شاء ا... له دې وروسته چې دنيوي تاوان، بدله او انتقام ترې واخېستل شي ورک او نابود به شي.»

---------

 

ټیګونه