په ايران کښې پوه بنسټه اقتصاد (18)
(last modified Mon, 17 Jan 2022 12:25:01 GMT )
Jan 17, 2022 16:55 Asia/Kabul
  • په ايران کښې پوه بنسټه اقتصاد (18)

عزيزانو! په تېرو مطلبونو کښې په ايران کښې د څو پوه بنسټه شرکتونو له فعاليتونو سره آشنا شوو. په دې مطلب کښې غواړوو د "ماد زيست فن آور بين الملل"، نومې پوه بنسټه شرکت په اړه تاسو ته معلومات درکړوو.

"ماد زيست فن آور بين الملل" يا مادزيست ټېکنالوجۍ نړيوال شرکت  يو توليدي او سوداګري شرکت دے چې وړومبنے مقصد يې د ټېکنالوجۍ ځاي جوړونه او ايران ته د خاصو طبي تجهيزاتو د توليد فني سائنس انتقالول او د هغو محصولاتو توليدول وو او دي چې هم د هېواد د استعمال ضرورتونه پوره کړي او هم د اسعارو راوړنې او له هېواده د اسعارو د وتلو د مخنيوي پوټېنشل ولري. په همدې لړ کښې د هېواد ضرورتونو ته په پام سره د طبي سامانونو په برخه کښې توليد د دغه شرکت د اجرائي پروګرامونو به سر کښې شتون پېدا کړ او د ټېکنالوجيکل محصولاتو د توليد او نړيوالو بازارونو کښې د سيالۍ وړ او لوړ کيفيت سره د طبي سامانونو ګام په ګام توليد په حدودو کښې يې ټول پلانونه ترسره کړي دي. دغه شرکت د سوداګرۍ په برخه کښې د آرتوپېډک يا هډونکو د اېمپلېنټونو، طبي سامانونو او نويو ټېکنالوجيو په بنياد د مشينونو خرڅون او اخېستل لري.

د دغه شرکت په سامانونو کښې بيالوجيک اېمپلنټونه، د هنګامي علاج خدمات، د زړۀ او رګونو او د هډوکو اېمپلنټونه شامل دي. بيالوجيکل کولېجن اېمپلنټونه د عمومي اپرېشن لپاره د دغه شرکت يو اېمپلنټي محصول دے.

د ګېډې د فتق يا هرنيې مرمت د عمومي جراحانو يا سرجنانو يو مشکل دے ځکه چې له اپرېشنه وروسته په نتائجو څو برابره تاثير کوي. له دې امله د مناسب مېټرکس او د هغه د اندازې ا جنس انتخاب زيات اهميت لري. د اېبډومېنل دېوال په پېچلو اپرېشنونو په تېره بيا په هغو مواردو کښې چې پکښې سېنتېټک اېمپلنټونه سمون نه خوري او همدارنګ د پېرسټومائل فتق يا هرنيه، اېنسګنيال هرنيه يعنې د ګېډې  د دېوال درز، د څرمنې ډيفېکټ او اوستومي تړل کېدو وغېره  د   د نرم جوړښت د مرمت لپاره بيالوجيکي مېشونه مناسب وي. بيالوجيکل کولېجن اېمپلنټونه د ګېدې او لګن د جوړښتونو لاپاروسکوپي اپرېشنونو کښې استعمالېدې شي. د نورو طريقو په نسبت دغې طريقې د يرغلي حالت د کموالي او له اپرېشنه رووسته د رېکور کېدو د مرحلې چټکتيا په وجه په جراحانو يا سرجنانو کښې محبوبيت پېدا کړےددے. د لګن د ګډوډيو په اپرېشنونو کښې له بيالوجيکل کولېجن مشونو يا سېلولر ډېرمل مېټرېکس  څخه استفاده ځينې نور موارد دي.

د تيونود بيا رغونې لپاره له سېلولونو بغېر ډېرمل مېټرېکس د ماد زيست ټېکنالوجۍ نړيوال شرکت  يو بل اېمپلنټي محصول دے. په هغو اپرېشنونو کښې چې د تيونو يوه برخه خالي کيږي، د تيونو په پروستېس باندې د يو پوشش په توګه سېلولر ډېرمل مېټرېکس شتون پېدا کوي او په خواوشا جوړښتونو باندې بخۍ جوړوي. په دا ډول د پروستېس له حرکت څخه مخنيوے کوي  او د تيږونو د جوړښت پياوړتيا او چټکې بيا رغونې سره مرتسه کوي. له دغه محصول څخه د ښکلا او سينګار په اپرېشنونو کښې هم استفاده کيږي. د تيونو له سېلولونو نه بغېر ډېرمل مېټرېکس سل فيصده بيالوجېک دے او هيڅ ساتونکے عامل نه لري، هائيډرېشن يې په چټکۍ سره رامنځته کيږي، په بشپړه توګه لچک لرونکے دے او د ضرورت وړ په هر شکل کښې راتلې شي، نو ځکه ترې استفاده کول اسان دي.

د هنګامي او اضطراري علاج خدمات د دغه شرکت يو بل محصول ګڼل کيږي چې د آټومېټک شاک ورکولومشين اے اي ډي او د پورټېبل وينټي لېټر سيو نومې مشين دے.

د آټومېټک شاک يا الېکټرو شاک مشين په خاصه توګه د عامې استفادې او لاسرسائۍ لپاره پلان شوے دے چې په وړومبنيو بحراني دقيقو کښې او د پېشه ورانه خيال ساتنې ډلې تر رارسېدوپورې نجات ورکؤنکي شاکونه بيمار ته ورکړېشي.د آټومېټک شاک ورکولو مشين له پينځويشتو کيلوګرامو نه زيات وزن لرونکو له اتو کالو زيات عمر لرونکو بيمارانو د احياء لپاره په سټېنډرډ الېکټروډونو سره او له پينځويشت کېلو ګرامو کم وزن لرونکو له يو نه تر اتو کلونو پورې بيمارانو د احياء لپاره د ماشومانو په مخصوصو الېکټروډونو سره کارول کيږي. که بيمار د زړۀ له وېنټريکولر فېبريلېشن يا وېنټريکولر ټېچي کارډيا مشکل سره مخامخ شي نو دغه مشین په مناسبه موقع او د زړۀ د بحراني حملې په وړومبنيو دقيقو کښې او د پېشه ورانه خيال ساتنې ډلې تر رسېدو پورې د الېکټريکي شاکونو په ورکولو سره بيمار ته نجات ورکوي.

د دغه مشين کارکردګي بشپړه آټومېټک ده، په ابتداء کښې د بيمار د زړۀ رېتم څېړي او که د ضرورت په صورت کښې بيمار ته الېکټريکي شاکونه ورکوي چې ډيفېبريلېشن ترسره کړي. د الېکټريکي شاکونو له ورکولو وروسته هم مشين په حضوري  توګه د امداد رسؤنکي لارښؤنه کوي چې سي پي آر او ابتدائي طبي مرستې ترسره کړي او په دا ډول په مشين سره د کار لپاره ماهر کس ته ضرورت نه وي او په بحراني حالاتو کښې د استفادې وړ وي. د الېکټرو شاک مشين د استعمال په ټوله موده کښې دا امکان لروو چې اېنفوبټن  Info-Button  په وهلو سره د مشين د استعمال له وخت او د الېکټريکي شاکونو له شمېر نه خبر شوو. په آټومېټک ډيفېبريلېټر سره کار سل په سلو کښې امن دے ځکه چې يوازې د ضرورت په وخت کښې مشين شاکونه ورکوي نو له دې امله ټول کسان په دغه مشين سره کار کولې شي.

سيو نومې پورټېبل وېنټيلېټر مشين د دغه شرکت د هنګامي علاج د خدماتو يو بل محصول دے چې په يوه دقيقه کښې په لس ځل اندازې سره شپږ سوه ميلي لېټر تنفسي جاري حجم د وړاندې کولو قابليت لري. دغه مشين په پينځو ساعتو پورې چار ساتلې شي او آټومېټک کارکردګي يې ډاکټرانو او امداد رسؤنکو ته دا امکان ورکوي چې نورو صدمه موندونکو او زيانمن شويو کسانو ته چې مرستې ته ضرورت لري په چټکه توګه اورسي. دغه مشين يوازې د چالو کېدو او بندېدو د يوې بټنې او د خطاګانو د تشخيص د آټومېټک سېسټم لرلو سره د ټولو خلقو لپاره استعمال اسان کړے دے او مشکل رامنځته کؤنکې خطاګانې چې د بي وي اېمونو په استعمال کښې يې زغمي لږ تر لږه اندازې ته رسولې دي. سيو نومې مشين له ۲۰۰۷ کال راهسې په جنګي مېدانونو او زخميانو او زيانمنو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره استعمال شوے دے. دغه مشين د هغو حساسو موقعيتونو لپاره چې کوټل شويو ګېسونو او پرمختلليو مشينونو ته د لاسرسائۍ امکان نه لري او همدارنګ د مشين وزن، اړخونه او د کارکردګۍ آساني زيات اهميت لري ترټږلو غوره انتخاب دے.

د دغه شرکت له نورو محصولاتو څخه د زړۀ او رګونو محصولات دي چې سټېنټ اېنورېسم او د شاک ورکولو آټومېټک مشين پکښې شامليږي.

په اوس حال کښې د اېنورېسم بيمارۍ د علاج لپاره د زړۀ د پرانېستو له اپرېشن او د سټېنټ له لګولو څخه استفاده کيږي.بلجيم کمپني د اېنورېسم سټېنټ  اېم اېف اېم د ړومبنۍ نمونې توليدونکې ده چې د اپرېشن، د بيمار په کټ د ملاستې موده او همدارنګ د اپرېشن پېچلتياوې يې ډېرې کموي. دغه نوې ټېکنالوجي له وروسته د اېنورېسم دعلاج په څه رنګوالي کښې زيات تاثير لرلې شي.

 

د مادزيست ټېکنالوجۍ نړيوال شرکت له نورو محصولاتو څخه د هډونکو اېمپلنټونه دي چې پکښې  شپږ محصولات شامل دي. له دغو محصولاتو څخه انټرا سئوس فېمورل انډيګو اېف 2 سټوفېکس Intraosseous femoral indigo F2 stofix درته معرفي کوو.

F2 سټوفېکس د فېمورل نيلينګ ټولو تشخيصاتو لپاره په ماډرنو پلانونو سره تر ټولو غوره انډول خصوصيتونه ځان لپاره بيل کړي دي. F2 د فېمورل نيلونو د توليد په زمينه کښې د لسو کلونو د تجربې نتيجه ده. انټرا سئوس فېمورل انډيګو اېف ټو  Intraosseous femoral indigo F2 د هيپ سټوفېکس لوړو نيلونو او فېمورل نيلونو ثابت شويو پلانونو له ترکيب څخه په استفادې سره د فېمورل اکثرو ماتو ګوډو لپاره ډېره ساده حل لاره وړاندې کړې ده.

له هغو محصولاتو څخه چې له مادزيست ټېکنالوجۍ نړيوال شرکت څخه معرفي شول سيو نومې پورټېبل وېنټيلېټر مشين په اپوټه انجنيئرۍ طريقې سره جوړ شوے دے او نورو محصولات اسېمبلډ شوي دي.

-----------

 

ټیګونه